لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عارف علوي به د پاکستان نوی صدر وي


دپاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند فواد چوهدري ویلي وزیراعظم عمران خان د پاکستان د راتلونکي صدر په توګه د عارف علوي په نوم صلاح شوی اؤ هغه به د راتلونکو پینځوؤ کالو دپاره دپاکستان صدر وي.

دراتلونکې میاشتې په څلورمه نیټه د موجوده صدر ممنون حسین د واکمنۍ موده سرته رسیږي اؤ د نوي صدر د ټاکلو دپاره به د پارلیمان غړي رایې ورکوي.

په رخصتیدونکي صدر ممنون حسین تیرو پینځوؤ کالو کې په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو تر ټولو زیات ریشخند وهل شوی چې دخپل صدارت په موده کې یې یوازې په خاصو ورځو پیغامونه جاري کول، په سرکاري کاغدونو دستخطونه کول، د هئیتونو سره د صدارتي ماڼۍ دننه لیدنې اؤ هم ددغه ماڼۍ دننه جوړیدونکو دستورو ته لیکل شوې وینا اورؤل ټول مسولیت پاتې شوی دی.

دپاکستان راتلونکی صدر عارف علوي دتحریک انصاف ګوند یو زوړ غړی دی چې دپېشې په لحاظ دغاښونو ډاکټر اؤ په ایشیاء اؤ پاکستان کې دغاښونو د ډاکټرانو د اتحادیې صدر دی.

هغه په لمړي ځل کال ۱۹۹۷ کې اؤ بیا په کال ۲۰۰۲م کې دکراچۍ څخه دصوبایي اسمبلۍ انتخاباتو کې د تحریک انصاف ګوند د کاندید په توګه برخه اخستې وه خو ګټه یې نه وه ترلاسه کړې

خو دکال ۱۰۱۳م په ټولټاکنو کې یې کراچۍ څخه دجماعت اسلامي کاندید نعمت الله خان اؤ د ایم کیو ایم خوش بخت ته په ماتې ورکولو د قامي اسمبلۍ چوکۍ ګټلې وه.

تیره میاشت پاکستان کې ترسره شوؤ ټولټاکنو کې هم ښاغلی عارف علوي دکراچۍ څخه د ایم کیو ایم مشر ډاکټر فاروق ستار اؤ د ایم ایم ای محمد حسین محنتي ته په ماتې ورکولو د قامي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی ؤ.

په تحریک انصاف ګوند کې ښاغلی عارف علوي عمران خان ته زیات نزدې ګڼل کیږي اؤ هغه دکال۲۰۰۶م څخه تر ۲۰۱۳م پورې دتحریک انصاف ګوند مرکزي ستر سکتر هم پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG