لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پي ټي ايي د پنجاب په نومول شوي وزيراعلی د وژنو تورونه دي


پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي) چې په پنجاب صوبه کې عثمان بزدار د اعلی وزير د چوکۍ دپاره نومولی په دغه تن د وژنو او غبن تورونه دي.

عثمان بزدار چې تعلق د پنجاب صوبې د جنوبي برخې د ډېره غازي خان سيمې سره دی، د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه په هغه او پلار باندې يې په ۱۹۸۸ کې د ووټونو اچولو په مهال د شپږو کسان د وژنو د پلان کولو مقدمه درج کړی شوې وه.

ځايي رسنۍ وايي عدالت بزدار او هغه سره نور کسان په ياده قضيه کې مجرمان ګرځولي خو د بزدار کورنۍ ۷۵ لاکه روپۍ د ديت په توګه ورکړي او د مخالفه فريق سره یې روغه کړې وه.

په ټولنيزو رسنیو او ځايي ميډيا د دغه خپرېدو سره په پي ټي ايي سختې نيوکې شوی چې په وژنو تورن کس یې د وزيراعلی د چوکۍ دپاره نومولی دی.

خو وزيراعظم عمران خان ويلي "په ډاګه کوم چې د پنجاب د نومول شوي اعلی وزير عثمان بزدار سره ولاړ يم. په تېرو دوه اوونيو کې مې ضروري چاڼ بشپړ کړی او بزدار مې يو ديانتدار سړی موندلی دی، د نوي پاکستان په اړوند هغه زما د سوچ ملګری دی".

نوي منتخب شوي وزيراعظم ویلي، "په پنجاب کې په لومړي ځل داسې اعلی وزير راځي چې تعلق يې د وروستو پاتې علاقې سره دی او پوهه دی چې عملي کار څه کول پکار دي او زه په هر لحاظ د عثمان بزدار سره يم".

د پي ټي ايي نومول شوي د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري ويلي د بزدار پرضد پروپېګنډا کيږي، د هغه پرضد د نېب قضيه نشته او د وژنو مقدمه سياسي وه.

د پي ټي ايي ګوند د کانديد په مقابله کې د مسلم ليګ ن ګوند حمزه شهباز شريف د اعلی وزير د چوکۍ کانديد دی.

د پنجاب د ۳۷۱ غړو په اسمبلۍ کې د ګټې دپاره ۱۸۶ چوکۍ پکار دي، د پي ټي ايي سره د ازادو او مخصوصو نشتونو په شمول ټول ۱۷۹ غړي او دغه ډول د مسلم ليګ ن سره ۱۶۴ غړي دي.

XS
SM
MD
LG