لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د کابينې نزدې نيم غړي د جنرال مشرف سره وزيران وو


د وزير اعظم عمران خان د نوې کابينې ۲۱ غړو کې نهه [۹] وزيران د پخواني پوځي امر جنرال پروېز مشرف په پوځي حکومت کې هم وزيران يا په غټو حکومتي څوکيو پاتې شوي دي.

د نوې کابينې په پاتې ۱۲ وزيرانو او مشيرانو کې پينځه [۵] وزيران د پيپلز ګوند د ۲۰۰۸ نه ۲۰۱۳پورې حکومت کې د کابينې غړي يا په کومه بله مهمه څوکۍ پاتې شوي دي.

د ‘نوي پاکستان’ جوړولو په وعده په لانجمنو انتخابونو کې د بريا وروسته، د عمران خان د اعلان شوې کابينې اکثره غړي نه يوازې زاړه مخونه دي بلکه نيم په نيمه د پخواني پوځي جنرال مشرف د کابينې غړي او د هغه د غېر جمهوري فېصلو ملګري او وفادار پاتې شوي دي.

د نوې کابينې غړي غلام سرور خان [وس پټروليم او د جنرال مشرف سره د محنت او روزګار وزير]، زبېده جلال [وس دفاعي پېداوار او جنرال مشرف سره د تعليم وزيره]، شېخ رشيد [رېل ګا‌‌‌‌‌‌ډي او پخوا هم د دغه وزارت سره]، مخدوم خسرو بختيار [د ابو وسيلې او پخوا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ]، عبدالرزاق داود [مشير تجارت او صنعت او پخوا يې وزير]، عشرت حسېن [مشير اداري اصلاحات او د جنرال مشرف په وخت کې سټېټ بېنک ګورنر]، امين اسلم [مشير چاپېريال او پخوا د جنرال مشرف سره هم د دغه وزارت لپاره وزير]، شفقت محمود [وس تعليم او پخوا د پنجاب صوبايي وزير] او چودهري طارق بشيز چيمه [ سېفران] د جنرال مشرف په پوځي حکومت کې وزيران يا په نورو رتبو پاتې شوي دي.

په يادو نوو وزيرانو او مشيرانو کې د جنرال مشرف په وخت کې شفقت محمود په پنجاب صوبه کې وزير، عشرت حسېن د حکومتي بېنک ګورنر او چودهري طارق بشير چيمه د قامي اسمبلۍ د ساينس او ټېکنالوژۍ لپاره د کمېټۍ مشر پاتې شوي وو او نور ټول د جنرال مشرف او يا د هغه خوښ کړل شوي پخواني وزيراعظم شوکت عزيز د کابينې غړي وو.

د عمران خان د نوې کابينې څلور غړي د پيپلز ګوند په تېر حکومت کې وزيران يا مشيران پاتې شوي. په دغو کې شاه محمود قرېشي [خارجه چارو وزير]، فواد چودهري [اطلاعات]، بابر اعوان [مشير پارلېماني چارې] او پروېز خټک [دفاع وزير] دی. دوی ټول د تېرو دريو نه تر اووو کالو موده کې د پيپلز ګوند نه د عمران خان تحريک انصاف ته اوښتي دي.

د کابينې يوه غړې فهميده مرزا هم د پيپلز ګوند په تېر حکومت کې د قامي اسمبلۍ سپيکره پاتې شوې وه خو د انتخابونو وړاندې هغه د پيپلز ګوند نه جلا شوه او د سند اېتلاف په نامه د محاذ نه د قامي اسمبلۍ غړې منتخب شوه.

په نوې کابينه کې شپږ غړي د اېتلافي ګوندونو دي. د عمران خان په ‌‌‌‌‌‌ډېرو لږو رايو د وزير اعظم جوړېدلو له امله کمزورو اېتلافي ګوندونو په اسمبلۍ کې د خپل زور نه زياته برخه اخستې. يو مثال يې د شېخ رشيد دی. هغه په قامي اسمبلۍ کې د خپل ګوند يوه څوکۍ لري خو د کابينې غړی شو.

متحده قومي مومنټ اووه غړي لري خو په مرکز کې به دوه وزيران لري.

نوې کابينه د پاکستان د بېلا بېلو صوبو او سيمو په استازيتوب کې هم نيمګړتياوې لري. په ۲۱ وزيرانو کې نزدې شپږ [۶] د راولپنډۍ او اسلام اباد د برغو ښارونو نه دي.

غلام سرور خان، اسد عمر، عامر محمود کياني، بابر اعوان، شېخ رشيد او فواد چودهري د راولپن‌‌‌‌‌‌ډۍ او اسلام اباد د سيمو نه دي.
که دوی سره شېرين مزاري او شفقت محمود هم د اسلام اباد څخه وشمارل شي نو د پنجاب د يوې برخې پوټهوهار نه به په کابينه کې اته [۸] غړي وي.

د پاکستان په پوځ کې زياتره افسران هم د يادې سيمې [ټېکسلا نه تر جهلم] څخه دي.

د دې په پرتله د خېبر پښتونخوا صوبې نه دوه وزيران او يو مشير دعمران خان د کابينې غړي دي. او د بلوچستان نه په کابينه کې يوه وزيره ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG