لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: پاکستان د بل کوم هر وخت نه زيات د اقتصادي ستونزو سره مخ دی


د پاکستان نوي منتخب شوي وزيراعظم عمران خان ويلي پاکستان دا وخت د دومره اقتصادي ستونزو سره مخ دی چې په خپل تاريخ کې له دې وړاندې کله د دومره مشکلاتو سره نه دی مخ شوی.

د وزيراعظم جوړېدو وروستو قوم ته په خپله لومړۍ وېنا کې عمران خان وویل، دا وخت پاکستان ۲۸زره اربه قرضداری دی او دغه قرضې لس کاله وړاندې شپږ زره اربه وو، او حال دا دی چې پاکستان په کړو قرضونو د سود ورکولو دپاره قرضې کوي.

هغه وويل پاکستان د قرضونو د سخت فشار سره مخ دی، ځکه حکومت به يې د مشکلاتو نه وتلو دپاره تګلاره وړاندې کوي، او د ټېکس کچه به زياتوي.

هغه وويل په ملک کې د سخا اوبو له امله د انساني پرمختګ کچه ټيټه ده او پاکستان په هغو پينځه ؤ هېوادونو کې شمار دی چرته چې کم عمره ماشومان او ښځې تر ټولو زيات مړه کيږي.

عمران خان وويل د وزيراعظم په ماڼۍ کې به نه اوسي، د وزيراعظم په ماڼۍ کې ۵۲۴ کارکوونکي، ۸۰ غټ ګاډي چې پکې ۳۰ بلټ پروف دي او د پينځه کروړه روپو نه زيات قيمتونه لري، هغه وويل يو لور ته په ملک د قرضونو دا حال دی بل طرفته واکمن داسې په مزو کې ژوند کوي.

هغه وويل د وزيراعظم په ماڼۍ کې به نه اوسي، د هغې نه به يونيورسټي جوړوي او د ځان سره به يواځې دوه کارکوونکي او دوه ګاډي ساتي نور به نيلام کوي، روپۍ به يې په خزانه کې اچوي.

عمران خان زياته کړه حکومت به یې د تعليم او صحت د برخو ښه کولو دپاره کار کوي، په ملک کې د دوه کروړه نه سېوا ماشومان د سکولونو نه بهر دي، او پاکستان په هغو اووه هېوادونو کې شمار دی چې د چاپېريال تر ټولو زيات بدلون او تودوخې سره به تر ټولو زيات مخ کيږي.

خان وويل خرچې به کموي او ګورنران به د ګورنرانو په ماڼو کې نه اوسي. هغه وويل هر کال د پاکستان نه لس اربه ډالره د مني لانډرنګ په غېر قانونه لاره بهر لېږل کيږي.

هغه وويل په ملک کې به قانون سرلوړی، عملي او برابر کوي، هغه د مدیني د رياست په توګه د حکومت جوړولو وويل.

خان زياته کړه په ملک کې به د غبن خاتمه کوو، د انصاف نظام، د تعليم حال، د روغتيا په برخه کې کار او سېلګرۍ ته به وده ورکولی شي.

نوموړي وويل فاټا پخوانۍ قبايلي سيمه به زر تر زره په خېبرپښتونخوا صوبه کې شاملوؤ او د پرمختګ کارونه به پکې پېلوؤ او بلدياتي انتخابات به پکې کوو که څه هم دا ډېر اسان کار نه دی.

وزيراعظم وويل په ملک کې به قامي تګلاره عملي کوو، ترهګري به ختموو او د ګاونډي هېوادونو سره به ښې اړيکې جوړؤ ځکه چې پاکستان امن ته اړتيا لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG