لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان په ثبات کې د پاکستان مهم رول دی، ويلز


د سويلي اسيا دپاره د امريکې ځانګړې استازې اېلس ويلز ویلي د افغانستان په ثبات کې د پاکستان مهم رول دی.

ويلز ويلي امریکې پاکستان هڅولی چې داسې قوي ګامونه واخلي چې په عمل کې يې يقينې شي چې طالبان د خبرو مېز ته راشي يا يې بيرته افغانستان ته وشړي، داسې نه چې هغوي د ملک نه بهر په قلاره ناست وي.

هغې ويلي پاکستان او افغانستان د تېرو څو مياشتو راهسې د خبرو د لارې د دوه اړخيزه اړيکو ښه کولو هڅې کوي او امريکا يې کلک ملاتړ کوي.

ويلز ويلي دوی د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د دغه بيان هر کلی کوي چې کله هغه د پاکستان سره په پوله دواړه غاړو ته د سولې خبره کړې ده.

د اېلس ويلز نه پوښتنه شوې چې چې تاسو د پاکستان نه د حقاني شبکې او طالبانو د مشرانو پرضد د ګامونو اخيستو غوښتنه کوئ، نو تاسو د اوږدې مودې په دې غوښتنه کې څه پرمختګ ليدلي چې عمل پرې شوی؟ يا د پاکستان د نوي حکومت نه څه تمه لرئ؟.

په ځواب کې ويلز ويلي، مونږ په وړاندې ګورو چې د نوي حکومت سره کار وکړو، او د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو د اغېزو په اړوند بيان جاري کړی دی.

هغې زياته کړې څنګه چې يې وړاندې وويل د افغانستان په ثبات کې د پاکستان مهم رول دی.

او امريکې په دغه اړوند خپلې اندېښنې څرګندې کړی چې ترهګرې ډلې په پاکستان کې په دوامداره ډول په خوندي ځالو کې په قلاره ناستې دي، او دوی د پاکستان په حکومت غږ کړی چې په دغو ډلو نور فشار راوړي.

امريکايي استازې ويلي په داسې حال کې چې افغان ولسمشر اشرف غني د سولې د پروسې مخ په وړاندې بوتلو هڅې کوي او نړيوالې ټولنې يې دغه هڅې محسوسې کړې، او افغان ولس د سولې دپاره غږ کوي، او په وړوکي اختر کې د اوربند غبرګون وليدل شو، او خلکو وليدل چې طالبان د سرتيرو سره مېلاؤ شو دا ښايي چې دوی د جګړې نه ستړي دي.

هغې وويل دا وخت دی چې ټولې ډلې د خبرو مېز ته راشي، او په ځانګړي ډول په دغه اړوند د پاکستان لور ته ګوري چې دا پېغام قوي کړي.

XS
SM
MD
LG