لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغان جګړې بيا شخصي شرکت ته د ورکولو په پروسه خبرې کيږي


د امریکې يو شتمن کاروباري تن اېرک پرنس په افغانستان کې د امریکې د جګړې شخصي شرکت ته ورکولو وړانديز کړی دی، ويل کیږي په دغه اړوند د ټرمپ انتظاميه غور کوي خو ځينې امريکايي چارواکي په دې وړانديز نيوکې کوي او بې لارې کوونکی يې بلي.

پرنس په افغانستان کې د امريکايي جګړې د ټېکې اخيستو خپل وړانديز د ميډيا د لارې مخ په وړاندې بوځي او په هغې کې امريکايي صدر ته د دې باور ورکولو هڅه کيږي چې افغان جګړه کومې شخصي امنيتي شرکت ته وسپارل شي په امريکايي پوځ به ترې فشار کم شي او د حکومت په لګښت کې به يې هم کمی راشي.

پرنس د خپلې دې پروسې سپيناوی په انګرېزۍ او درۍ ژبو کې په ويډيوي جوړ پېغامونو کې په ميډيا کړی دی. پرنس ويلي چې د هغه شرکت د افغان پوځ د روزنې رول سمبالولی شي.

اېرک پرنس د امريکې د سمندري ځواک يو پخوانی چارواکی دی. هغه د بلېک واټر په نوم يو امنیتي شرکت جوړ کړی ؤ چا ته چې په عراق کې د امنيت ټېکه ورکړی شوې وه.

خو وروستو د بلېک واټر لخوا د بشري حقونو په سرغړونو په ګرده نړۍ کې احتجاجونه شوي وو، او د هغې نه پس پرنس بيا بلېک واټر شرکت خرڅ کړی او يو نوی امنيتي شرکت يې جوړ کړی ؤ.

پرنس د افغان جګړې شخصي شرکت ته سپارلو پروسه تېر کال په لومړي ځل وړاندې کړې وه.

راپورونه وايي صدر ډانلډ ټرمپ تېر کال د افغانستان په اړوند د تګلارې د جاج اخستو په مهال په دې وړانديز غور کړی ؤ خو دې پروسې په واشنګټن او کابل کې ډېر پام نه ؤ ترلاسه کړی.

راپورونه وايي د نوې افغان تګلارې يو کال پوره کېدو او د هغې د ټاکلو اهدافو نه ترلاسه کېدو له کبله اېرک پرنس هيله مند دی چې دې ځل له به د هغه پروسې ته پام وشي.

اېن بي سي تېره اوونۍ په يو راپور کې ویلي ؤ چې صدر ټرمپ د پرنس نوې ويډيو متاثره کړی ليدل کيږي او د سمندري ځواک د پخواني چارواکي په پروسه کې خوښي لري ځکه چې هغه ته په افغانستان کې امریکايي تګلاره ناکامه په نظر راځي.

ويل کيږي چې که چرته پرنس د افغان جګړې په ټېکه اخيستو کې بريالی کيږي نو په زرګونو امریکايي عسکر به خپلو کورونو ته بيرته ستانه شي او هغوي په ځای به شخصي امنيتي اهلکار راشي او د دوی سره به د ۹۰ الوتکو يو شخصي هوايي ځواک هم مل وي.

پرنس ويلي په افغانستان کې به امريکايي تګلاره مخ په وړاندې بوځي.

د پېنټاګون ترمخه امريکا دا وخت په افغانستان کې هر کال نزدې ۴۵ اربه ډالره خرڅ کوي، اېرک پرنس ادعا کړې چې د هغه شرکت دا کار د ۱۰ اربو ډالرو نه په کمه هم کولی شي خو ځينې څيړونکې د هغه دې ادعا ته د شک په نظر ګوري.

نقد کوونکي وايي په دې پروسه د عمل کولو سره د مسؤليت او ځواب کولو ستونزې پېدا کېدی شي څنګه چې له دې وړاندې په عراق او افغانستان کې د بلېک واټر د لاسه عام خلک وژل شوي وو.

افغان حکومت د دغه پروسې مخالف دی.

د ګل، دوشنبې په ورځ د افغان ولسمشر وياند هارون چخانسوري په يو بيان کې ويلي چې د جنګ مسؤليت يوې شخصي کمپنۍ ته ورکولو سره د عامو خلکو د وژنو خطره سېوا کيږي او هغه دې پروسې ته د صدر ټرمپ د سويلي اسيا د تګلارې پرضد سازش ويلي دي.

XS
SM
MD
LG