لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوازشريف او مريم نواز، اختر په اډياله زندان کې


د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشریف او د هغه لور مريم نواز به لوی اختر د پېنډۍ په اډياله زندان کې تېروي، ځکه چې هغو ته د اورول شوې سزا د معطل کولو په خواست اورېدنه وروستو کړی شوې ده.

د پاکستان درې ځله وزيراعظم پاتې شوي نوازشريف دا درېم ځل دی چې اختر په جېل کې کوي، هغه له دې وړاندې په کال ۱۹۹۹م کې هم دوه اخترې په جېل کې کړې وې.

پرون د تحريک انصاف ګوند نوي جوړ حکومت د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري ويلي د نوازشريف او مريم نواز نومونه په اېګزټ کنټرول لسټ کې اچولو فېصله شوې او نن ځايي ميډيا وايي د هغو نومونه په هغه فهرست کې شامل کړی شوي چې د ملک څخه بهر به نه شي تلی.

د اسلام اباد هائیکورټ د دوه کسيزه قاضيانو بنچ جسټس اطهرمن الله او جسټس میاګل حسن اورنګزېب د نوازشريف، د مريم نواز او د هغې د مېړه کېپټن (ر) صفدر د سزاګانو معطل کولو په خواست اورېدنه کوي.

دواړو قاضيانو پرون د ګل، دوشنبې په ورځ په خواستونو فېصله محفوظ کړې خو اورولې يې نه ده.

عدالت ويلي په نورو قضيو د فېصلې اورولو سره به دغه فېصله هم واوروي.

د پاکستان د احتساب عدالت د جولايۍ په مياشت کې نوازشريف ته د اېون فيلډ په قضيه کې د ۱۰ کاله بند سزا اورولې ده.

په ياده قضيه کې مريم نواز ته د اووه کاله بند او صفدر ته د يو کال بند سزا اورولې وه.

عدالت ته نوازشريف ته د سرچينو څخه زيات جايداد، لور او زوم ته يې د هغه د مرستې په سر سزا اورولې وه.

راپورونه وايي مرستيال پراسيکيوټر عدالت ته خپل دليلونه پوره کړې او د نوازشريف وکيل ویلي د عدالت نه مخې ته راتلونکو څيزونو ته په کتو دې د احتساب عدالت سزا معطل کړی شي.

د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري ویلي ؤ د نوازشریف دوه زامن حسېن او حسن نواز ، او د خزانې پخوانی وزير اسحاق ډار به هم د لندن نه بيرته راوستی شي او پرضد به يې د پاکستان په عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

هغه ويلي حکومت يې د قانون وزارت په دغه اړوند لارښوونه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG