لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ تګلارې په افغانستان کې د جګړې او سولې په برخه کې څه بدلون راوست؟


د نن نه یو کال وړاندې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان لپاره د خپل حکومت تگلاره اعلان کړ. په دې یوه کال کې په افغانستان کې، له هغه راهیسې چې امریکا په دې هېواد کې ده، زیات خونړي بریدونه وشول. خو په جگړه کې د شدت تر څنګ په دې هېواد کې د سولې په برخه کې هم ځینې پرمختګونه شوي دي.

د وي او ای د انگریزۍ څانگې خبریال ویلیم گیلو په خپل رپورټ کې د افغانستان دپاره د صدر ټرمپ د تگلارې یو کال ته کتنه کړې ده او وايي ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره خپله تګلاره یو ډرامایي بدلون وباله، خو داسې لیدل کېږي چې ډېر څه نه دي بدل شوي.

خبریال وايي طالبان اوس هم په لویو ښارونو کې ډله ییز بردونه کوي، حتی په ولایتونو کې د څه وخت لپاره ځینې سیمې نیسي لکه دا میاشت یې پر مهم ولایت غزني برید وکړ، خو بیا چې پر هغوی هوایي بمبارۍ پیل شوې نو بیرته پر شا شول.

خو د جګړې پای یې څه نابلده نه وو: تباهي، مرګونه او د ودانیو سوځول وو.

امریکايي چارواکي په تکرار دعوه کوي چې د تاوتریخوالي مخه یې نیولې او ټینګار کوي چې په دې برخه کې یې پرمختګ کړی دی. د امریکې د دفاع وزیر جېمز مېتس وایي:

"دوښمن په غزني کې شپږ هدفونه درلودل او دوی د ټولو په تر لاسه کولو کې له ماتې سره مخ شول. دا د اصولو له مخې د معلوماتو په بنیاد تر سره شوي عملیات وو، چې د رسنیو توجه یې ور واړوله او دوی کامیابه شول".

خو ویلیم گیلو وايي پخپله د امریکایي پوځونو خپله شمېره د ډاډ وړ نه ده. د ۲۰۱۷م کال په مې کې طالبانو د افغانستان ۱۶ فیصده خاوره تر خپل واک لاندې راوستله او یو کال وروسته یې ۱۹ فیصده خاوره په واک کې ده.

امریکایي چارواکي وایي په جګړه کې پرمختګ د زیاتې مځکې نیول نه، بلکې د خلکو د زړونو او ذهنونو ګټل دي، خو وایي شاید په دې برخه کې هم پر ناسم لوري روان دي.

سره له دې چې امریکايي ځواکونو د افغانستان په جګړه کې په تېر یوه کال کې تر بل هر وخت پر وسلوالو زیاتې بمبارۍ کړې دي، خو یو کال وړاندې چې طالبان د دې هېواد په ۹ فیصده برخه واکمن وو، اوس دا فیصدي دوولسو ته پورته شوې ده.

د جګړې او تشدد دې څپې شاید د سولې پر وروستیو هڅو سیوری غوړولی دی او هغه دا چې امریکایي چارواکو او طالبانو په وروستیو کې په لومړي ځل مخامخ خبرې کړې دي.

له رېنډ کارپورېشن سره کارکوونکې ربیکا زمیرمین وایي:

"موږ په دې وروستیو کې د اوربند او سولې په اړه مهم پرمختګونه ولیدل، خو دا ګرانه ده چې د دغو هڅو او د جنوبي اېشیا د تګلارې تر منځ یوه کرښه وباسو، ځکه چې سپینه ماڼۍ په اصل کې دا تګلاره اوس عملي کړې ده"

اوس پوښتنه دا ده چې که ولسمشر ټرمپ د طالبانو په وړاندې له صبر او زغم څخه کار نه اخلي نو پر مخ به څه کېږي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG