افغان چارواکي دافغانستان په کنړ ولایت د پاکستاني پوځ لخوا دتوغندیو برید کې دوه افغان ماشومان وژل شوي اؤ یو ژوبل دی.
دکنړ دامنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان ویلي پاکستاني پوځیانو تیره شپه د کنړ په سرکاڼو ولسوالۍ درې توغندي توغولي چې چې شونکړۍ سیمه کې په یو کور لګیدلي دي.
خبري اژانس پژواک د چهارشنبې په ورځ ددغه امنیتي چارواکي له خولې ویلي دتوغندیو دې برید کې د شونکړۍ سیمې د محمد نبي د کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي اؤ یو بل ژوبل دی.
پاکستاني چارواکو لا تر دې دمه ددغه دعوې په هکله څه نه دي ویلي .
له دې وړاندې هم وخت په وخت افغان چارواکو تورونه لګولي چې پاکستاني پوځیان په کونړ ولایت وخت ناوخته توغندي وولي اؤ بېګناه خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.
خو په کونړ د توغندیو د برید دا تازه پېښه په داسې حال کې رامینځته شوې چې خلک دلویې اختر په خوشحالیو نمانځلو بوخت وؤ اؤ سرچینې وایي دپاکستاني پوځ ددغه برید سره د کونړ د خلکو اختر په غم کې بدل شوی دی.
دروان کال د مارچ په میاشت کې هم افغان چارواکو دعوې کړې وې چې پاکستاني پوځیانو په کنړ د ړندو بریدونو لړۍ پیل کړې ده خو پاکستان ویلي وؤ چې دهغوئ په پوځیانو دکنړ څخه بریدونه کیږي اؤ هغوئ یوازې د ځان ژغورنې په خاطر دغسې بریدونو ته اړ کیږي