لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو سره له خبرو وړاندې افغانستان دپاکستان نه ریښتینې همکاري غواړي


افغانستان د راتلونکې میاشتې په لمړۍ اوونۍ کې مسکو کې طالبانو سره د روغې جوړې دخبرو پیل کیدلو څخه دمخه په پاکستان غږ کړی چې افغانستان کې د سولې بهیر سره باید ریښتونې مرسته وکړي.

ټاکل شوې ده چې د ستمبر په څلورمه نېټه د روسیې پلازمینه مسکو کې افغانستان کې د امنیت دټېنګښت اؤ سولې په اړوند یوه مهمه غونډه کیږي چې پکې دطالبانو استازو ته هم دګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د روس د بهرنيو چارو دفتر ویلي روس راتلونکې مياشت په مسکو کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا په ګډون ۱۲ هېوادونو ته بلنه ورکړې وه.

ددغه غونډې څخه دمخه د افغانستان د ملي امنیت صلاح کار ښاغلي حنیف اتمر په کابل کې د روسیې سفیر الیګزینډر مانتیسکي سره لیدلي اؤ مسکو کې د جوړېدونکې غونډې په بیلابیلو اړخونو یې ورسره خبرې کړي دي.

دافغانستان رسنیو ویلي په دې لیدنه کې دملي امنیت صلاح کار له روسیې څخه غوښتنه کړې چې په طالبانو افغان دولت سره دمخامخ خبرو اترو دپاره فشار راوړي.

ښاغلي حنیف اتمر ویلي که چرې طالبان جګړه ودروي نو افغانستان کې به د بهرنیو ترهګرو فعالیتونه محدود اؤ ځپلو ته به یې لاره هواره شي.

هغه دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ د سولې بهیر کې د پاکستان کړنې هم ناسمې بللي اؤ ورځنې یې غوښتنه کړې ده چې باید په صادقانه ډول افغان دولت سره د سولې اؤ امن په راوستلو کې مرسته وکړي.

کابل د تیرو ۱۷ؤ کالو راهسې اسلام اباد د طالبانو په ملاتړ تورنوي اؤ وایي چې افغانستان کې دجنګونو لړۍ دپاکستان استخباراتي ادارو د طالبانو په مټ‌ دوامداره ساتلې ده.

د روانې میاشتې په ۱۰مه نیټه په غزني د طالبانو د ډله ییزو بریدونو نه وروسته چې د۳۰۰ نه زیات کسان پکې وژل شوي وؤ د افغانستان ملي امنیت تور لګولی ؤ چې ددغو ترهګریزو بریدونو پلان ایي ایس ایي جوړ کړی ؤ اؤ غوښتل یې چې ددغو بریدونو دلارې افغانستان کې د اختر په ورځو کې د اوربند مخه ونیسي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني هم دپاکستان په پوځ سختې نیوکې کړې وې اؤ د پاکستان دپوځ سرلښکر نه یې ځواب غوښتی ؤ چې که دغزني جګړه کې پاکستان لاس نه لرلو نو بیا په دغه جګړه کې د ژوبلو ترهګرو درملنه د پاکستان روغتونونو کې ولې کیږي.

خو دپاکستان پوځ اؤ حکومت دافغان دولت تورونه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دغزني جګړه کې پاکستان هیڅ لاس نه لري.

XS
SM
MD
LG