لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د ګډاني په ساحل کې د بېړۍ ماتولو مرکز د کارګرو لپاره ډېر خطرناک دی


واشنګټن ـــ د بلوچستان ساحلي ښار ګډاني د نړۍ له سترو بیړۍ ماتوونکو مرکزونو څخه دی، چې د کراچۍ ښار شمال لوېدیځ ته په شاوخوا پینځوس کیلومیټرۍ کې پروت دی او دا د مزدورانو د کار لپاره یو ډېر خطرناک ځای دی.

د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې کې شاوخوا دوه درځنه کارګر هغه وخت د بېړۍ ماتولو په دې مرکز کې د اور په لمبو کې لولپه او مړه شول، چې د تېلو یوې ناکاره ټېنکۍ اور واخیست.

کله چې بېړۍ له کاره ولوېږي نو د ګډاني ساحل غوندې بېړۍ ماتوونکي مرکز ته وړل کېږي، چې هر کال پکې شاوخوا سل سل بېړۍ ماتېږي، ټوټه ټوټه کېږي او په کباړ بدلېږي.

په ګډاني کې د بېړۍ ماتوونکي مرکز یو مشر صدرالدین ګیلاني وایي:

"دا چې ولې په نړۍ کې یواځې له څلورو ځایونو د بېړۍ ماتولو لپاره کار اخیستل کېږي، سبب یې دا دی چې هر ساحل د بېړیو لپاره په کافي اندازه ژور نه وي. د ګډاني ساحل اوبه په دغو شرایطو برابرې او ژورې دي".

د یوې بېړۍ په ماتولو له دېرشو تر څلوېښتو ورځې لګېږي، خو پر ډېر وخت ورکولو برسېره هم دا کار له خطره خالي نه وي. ځکه چې د اربونو ډالرو په دې صنعت کې کارکوونکي مزدوران اکثر د اړتیا وړ اوزارو او روزنې د نشتوالي له کبله له پېښو سره مخامخ کېږي.

یو کارګر نریب ګل په دې اړه وایي:

"دلته ټول کار د اوسپنې دی، ځکه نو دلته اکثر چاودنه هم کېدای شي، زه پوهېږم چې تاسې به په دې اړه خبرونه اورېدلي او کتلي وي. دلته هره میاشت دوه یا درې کسان په داسې پېښو کې خپل ژوند بایلي".

د ګډاني په بېړۍ ماتوونکي مرکز کې یو بل کارګر امیر بخش وایي:

"دا یو ډېر ګران او ستونځمن کار دی. کله چې سهار وختي موږ له خپلو کورونو وځو نو تل دا فکر راسره وي چې بیرته به خپل کور ته را ستانه شو که نه".

د اېشیا په دې لوی بېړۍ ماتوونکي مرکز کې د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې ۲۶ کارګر د اور لګېدو په پېښه کې مړه شول او ۶۰ شپېته نور پکې لوغړن ټپي شول. کارګر وایي له هغه وخته تر اوسه د دوی د کار لپاره د اسانتیاوو په برخه کې هیڅ نه دي شوي.

کارګر امیر بخش وایي:

"شتمنو مالکانو دا کار نور هم له خطره ډک ساتلی ځکه چې د کارګرو د ژغورنې لپاره یې هیڅ ګامونه نه دي اخیستي. خو موږ دلته له کار کولو پرته هیڅ چاره نه لرو، ځکه چې موږ غریبان یو، که موږ دوی ته په دې حالت کې له کاره انکار وکړو نو هغوی به موږ له کاره وشړي".

خو د بېړۍ ماتوونکي مرکز مشر په ټینګار سره وایي، چې د مزدورانو د خوندیتوب معیار ته پام کېږي او ټول کارګر په سمه توګه روزل شوي دي. هغه وایي حکومت او د دې کاروبار مالکان دواړه باید د کارګرو د خوندیتوب ذمه وار وګڼل شي.

د بېړۍ ماتوونکي مرکز مالک صدرالدین ګیلاني وایي:

"حکومت باید له دې برخې سره مرسته وکړي، ځکه چې له دې صنعت څخه ډېره ښه مالیه تر لاسه کوي. دویم دا چې زموږ خپل بېړۍ ماتوونکي سازمان هم د دې ذمه واري پر غاړه اخیستلای او د پرمختګ ګامونه اخیستلای شي. ریښتیا وایم دا دومره لویه مسئله نه ده".

بېړۍ ماتول نه یواځې د کارګرو لپاره له خطره ډک کار دی، بلکې دا د سمندري ژویو د ژوند او هغو خلکو لپاره هم په چېلنج بدلېږي، چې دې ساحلي مرکز ته نیژدې اوسېږي، ځکه چې ټوټې او پاته شوني یې سمندر ته غورځول کېږي او هوایي کېمیایي مواد یې د سا اخیستلو ستونځې پېښوي. دا د ور څېرمه اوسېدونکو او په دې مرکز کې د شاوخوا ۱۲۰۰۰ کارګرو لپاره- چې روزي یې ور پورې تړلې ده- پرله پسې سرخوږی جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG