لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د ورکو بلوڅانو کورنۍ لوی اختر په غم او احتجاج لمانځي


واشنګټن ـــ په بلوچستان کې د هغو بلوڅانو کورنیو د لوی اختر لومړۍ ورځ د غم او احتجاج په توګه لمانځلې، چې وایي له کلونو راهیسې په جبري توګه بې درکه دي او د مړي ژوندي حال یې نه شته.

د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان یا وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز نن په کوټه کې د اختر له لمانځه وروسته د ښار پر سړکونو لاریون کړی او د ورکو بلوڅانو له کورنیو سره یې اختر د تورې ورځې په توګه لمانځلی دی.

د دې سازمان ۷۴ کلن مشر ماما قدیر بلوڅ وایي، تر څو چې د بلوڅانو په زرګونو ځوانان بې درکه وي نو دوی اختر نه شي لمانځلای. ماما قدیر د وي.او.اې ډیوه له پروګرام (لویه پښتونخوا) سره په خبرو کې وویل:

"له لسو کلونو موږ نه اختر کړی دی، نه مو خوشالي کړې ده او هر کال دلته په کېمپ کې د بې درکه کسانو او د هغوی د مسخ شویو لاشونو لپاره د احتجاج توګه ناست یو. نن هم په احتجاج کې د ورکو خلکو د کورونو تر سلو زیات ماشومان، ښځې او سپین ږیري شامل وو".

ماما قدیر دعوه کوي چې په بلوچستان کې بلوڅ ځوانان اوس هم په جبري توګه وړل کېږي او تور لګوي چې د دوی په تښتونو کې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې لاس لري. ماما قدیر وایي، د بلوڅانو داسې کور اوس نه دی پاته چې یو، دوه یا درې کسان یې ورک نه وي:

"د ورکو کسانو د کورنۍ خلک له یوولسو تر پینځو بجو [په احتجاجي کېمپ کې] ناست وو، بیا مو احتجاج وکړ او له نړیوالو ادارو ملګرو ملتونو، ایمنسټي انټرنېشنل، اېشین هیومن رایټس، امریکې او برتانیې مو وغوښتل چې راشي وګوري په بلوچستان کې څومره زیات بشري حقونه پایماله کېږي".

بلوچستان نېشنل ګوند چې په تېرو انتخاباتو کې یې د صوبایي اسمبلۍ ۶ او د قومي اسمبلۍ ۳ څوکۍ ګټلې دي، په مرکز کې د تحریک انصاف ګوند ملاتړی دی او له مرکزي حکومت سره یې د شپږو مادو یو تړون هم لاسلیک کړی، چې په هغه کې د ورکو بلوڅان را خوشي کېدل هم شامل دي.

د دې ګوند مشر اختر مېنګل د قومي اسمبلۍ لومړۍ غونډې ته په وینا کې د بې درکو بلوڅانو موضوع را پورته کړه او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې په بلوچستان کې دې جبري بې درکه بلوڅان پیدا کړي.

خو ماما قدیر بلوڅ وایي د پاکستان له نوي مرکزي او صوبایي حکومتونو هم هیڅ هیله نه لري، چې د ورکو بلوڅانو موضوع دي حل کړي، ځکه چې وایي د دوی خلک پوځ او استخباراتو وړي دي چې وایي د حکومت وس ورباندې نه رسېږي.

د پاکستان تېرو درو حکومتونو هم د بې درکو بلوڅانو د موندنې لپاره سرکاري کمیشنونه جوړ کړي وو، خو د ورکو بلوڅانو سازمان وایي چې دغو کمیشنونو د ګوتو په شمېر څو خلک پیدا کړي او عدالتونو ته یې وړاندې کړي دي.

د بلوچستان د داخله چارو اداره د ورکو بلوڅانو شمېر سلګونه یادوي، خو ماما قدیر بلوڅ دعوه کوي چې د ورکو بلوڅانو شمېر اوس ۴۵۰۰۰ تنو ته رسېدلی او وایي چې د دوی ټولو نومونه او اسناد هم ورسره موجود دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG