لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيکلسن: په پاکستان کې طالبان په ازاده تګ راتګ کوي


په افغانستان کې دامریکا اوناټو ځواکونوعمومي قومندن جنرال جان نيکلسن وايي،د افغانستان او جنوبي ایشیا لپاره دامریکا متحدو ایالتونو د ستراتیژۍ یو کال پوره شوی خو په پاکستان کې د طالبانو تګ راتګ ازادی او طالبان په هغه هېواد کې د خپلو ټپیانو درملنې ته دوام ورکوي.

جنرال جان نيکلسن د شورو، چهارشنبې په ژوندۍ بڼه ویډيو کنفرانس کې چې دافغانستان له پلازمینې کابل څخه یې په واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرې وکړې وویل چې پر پاکستان د زیات فشار راوستولوته ځکه اړتیا ده چې لا هم په پاکستان کې د طالبانو تګ راتګ مخه نه ده نیولې شوې.

همداراز نیکلسن د پاکستان له نوي صدراعظم سره د افغان صدر محمد اشرف غني د خبرو کولو نه پرده پورته کړه خود دې خبرو د جزیاتوپه اړه یې څه ونه ویل.

نوموړي د افغان او پاکستانیو چارواکو ترمنځ شوې خبرې ګټورې ګڼلې اوهیله یې څرګنده کړه چې ددې خبروپایلې به مثبتې وې.

دناټواو امریکایي ځواکونوعمومي قومندان له خبریالانو سره په شویو خبروکې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره دامریکا نوې ستراتیژۍ ګټوره ګڼلې او ویلي دي چې د یادې ستراتیژۍ پایلې ګټورې دي.

نوموړي د تېرې جولايي میاشت کې په بروکسل کې د ناټوشوې غونډه کې دګډون کوونکو هېوادونو د استازو لخوا له افغان حکومت سره د همکاریو دوام ته په اشارې سره وویل چې ناټو به تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکوي.

نیکلسن ویلي، دا مهال په افغانستان کې د ترهګرو ۲۱ بیلابیلې ډلې فعالیت کوي اوهمداراز نوموړي په افغان خاوره کې د داعش ډلې په فعالیتونو اندیښنه څرګنده کړه.

امریکايي قومندان په داسې حال کې پر پاکستان د زیات فشار د راوستو غوښتنه وکړه اوپه هغه هیواد کې یې د طالبانو د ټپیانو په درملنې او د هغوی په ازاد تګ راتګ نیوکه وکړه چې یوکال وړاندې د ۲۰۱۷ میلادي کال داګست په ۲۲ نیټه دامریکا متحدو ایالتونو دافغانستان او جنوبي ایشا لپاره نوې ستراتیژۍ اعلان کړه.

د دې ستراتیژۍ له اعلانیدو وروسته امریکا د سیمې د هېوادو نو پر وړاندې په خپله تګ لاره کې ژور بدلون راوست او له پاکستان سره یې په میلیونو ډالره مرستې له دې امله بندې کړې چې دامریکايي چارواکو په وینا اسلام اباد له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ناغیړي کوي.

خو د پاکستان حکومت بیا د ترهګرۍ ضد په مبارزه کې د شوې ژمنې د عملي کیدو ویلي او ټینګار يې کړی چې اسلام اباد به هرهغه اقدام چې د ترهګرۍ د نابودلو سبب ګرځي پورته کوي او په دې اړه به خپلې هڅې جاري ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG