لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې خلیل زاد ته بیا ذمه وارۍ سپارل دپاکستان دمخې نیولو هڅه ده؟


دټرمپ انتظامیې پئیله ده چې افغانستان کې دپاکستان د تګلارو سخت مخالف افغان نژاده زلمی خلیل زاد یو ځل بیا دافغانستان دپاره دامریکا ځانګړی استازی وټاکل شي.

څیړونکي وایي چې افغانستان دپاره د ځانګړي امریکایي استازي په توګه د زلمي خلیل زاد ټاکنه به دطالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن پاکستان افغانستان کې د لاس وهنې په اړوند د نوړرو نړیوالو فشارونو سره هم مخ کړي .

نړیوال خبري اژانس رویټرز د دوؤ امریکایي چارواکو له خولې لیکلي چې د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو غواړي په خټه افغان امریکايي زلمي خلیل زاد ته افغانستان دپاره د امریکا دځانګړي استازي په توګه ذمه واري ور وسپاري .

خو پخپله زلمي خلیل زاد یا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا په دې هکله په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

زلمي خلیل زاد له دې وړاندې هم دافغانستان اؤ‌عراق دپاره دامریکایي سفیر په توګه ذمه وارۍ ترسره کړي دي .

دامریکا د ډیموکراټانو د ګوند غړی زلمی خلیل زاد‌ په افغانستان کې د پاکستان د تګلارو سخت مخالف دی اؤ څو کرته یې له امریکا سخته غوښتې هم دي چې که پاکستان افغانستان کې د مداخلې څخه لاس نه اخلي نو امریکا پرې باید خپلې مرستې بندې کړي.

افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړې استازې لارل ميلر له لرې کېدو راپدیخوا امريکا د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړى استازى نه لري .

دافغانستان اؤ پاکستان په اړیکو ژور نظر لرونکي پښتون خبریال ښاغلي ناصر داوړ ویلي د افغانستان دپاره دځانګړي امریکايي‌استازي په توګه د زلمي خلیل زاد ټاکنه په راتلونکي کې دافغانستان په اړوند پاکستان د نورو فشارونو سره هم مخ کولی شي

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ناصر داوړ وویل په داسې حال کې چې افغانستان کې د روانې جګړې پایې ته رسولو دپاره امریکایي چارواکو طالبانو سره نیغ په نیغه دخبرو اترو پریکړه کړې امریکا دپاره افغان نژاده زلمی خلیل زاد یو ښه اپشن دی چې په دغو خبرو کې دامریکا استازیتوب وکړي.

ښاغلی داوړ وایي “خو د زلمي خلیل زاد د ټاکنې نه به هم امریکا دوه ګټې ترلاسه کړي، هم به پرې طالبانو سره د سولې هدف ته ورسیږي اؤ هم به دپاکستان په ضد خپل فشارونه نور هم سیوا کړي چې پاکستان په راتلونکي کې دافغانستان په اړوند تګلارو کې افغانستان سره دافغانستان دخپلواکۍ نکته نظر کې ونیسي”

باید وویل شي زلمى خليل زاد له ٢٠٠٣څخه تر ٢٠٠٥پورې په افغانستان ، له ٢٠٠٥څخه تر ٢٠٠٧پورې په عراق او له ٢٠٠٧څخه تر ٢٠٠٩پورې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفير په توګه دنده تر سره کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG