لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي ای اې پخوانی مشر: امریکا باید پوه شي چې د ترکي کمزوری اقتصاد د نړۍ پر اقتصاد هم اغېز کولای شي


panetta
panetta

واشنګټن ـــ د امریکې پخوانی دفاع وزیر او د سي ای اې پخوانی مشر لیون پنېټا د امریکې او ترکیې تر منځ وروستیو خرابو اړیکو ته په اشارې سره وایي، ترکي نه یواځې دا چې د نېټو متحد هېواد دی او د یورپ او منځني ختیځ تر منځ د پله حیثیت لري، بلکې په سیمه کې د پوځي چارو لپاره هم د امریکې مهم اتحادي هېواد دی.

د امریکا ږغ له خبریالې ګرېټا وان سسټېرین سره په ځانګړې مرکه کې ښاغلي پنېټا وویل، امریکا له ترکي سره هلته د بندي پادري اینډریو برنسن پر سر د مخالفت له امله په سختو حالاتو کې ده، ځکه چې پر ترکي یې محصولات زیات کړي او د هغه هېواد اقتصاد یې اغېزمن کړی دی، چې وایي دا د دواړو هېوادونو په ګټه نه ده.

د امریکې د دفاع پخوانی وزیر وایي، ترکي د ایران او نورو اسلامي هېوادونو په نسبت په اسلامي نړۍ کې ډېر مهم مقام لري او تل یې د بنیادي طاقت په توګه دا کردار تر سره کړی دی، چې وایي دا نه یواځې له یورپ بلکې له منځني ختیځ سره هم تړاو لري.

د امریکا ږغ د خبریالې مېرمن سسټېرین د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا د ترکي لپاره څومره ارزښت لري؟ ښاغلي پنېټا وایي:

"ترکي ډېر مهم رول تر سره کوي نو د امریکې لپاره دا ګټوره ده چې له ترکي سره اړیکې سمې وساتي. استخباراتي، دفاعي، پوځي، اقتصادي او امنیتي اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره ډېرې ارزښتمنې دي".

پادري برنسن چې په ۲۰۱۶م کال کې په ترکي کې د ناکامې کودتا په تور نیول شوی وو، تېره میاشت په کور کې نظربند وساتل شو. ولسمشر ټرمپ وایي له ترکي سره یې تړون کړی وو چې پادري به خوشی کوي چې امریکې ته ستون شي، وایي تر څو چې هغه خوشی نه شي له ترکي سره به یې اړیکې خرابې وي.

ښاغلی پنېټا وایي، ولسمشر ټرمپ د خبرو اترو لپاره ډېر سخت ګامونه اخلي او امریکا باید په دې پوه شي چې دوی نه غواړي ترکي له اقتصادي ستونځو سره مخ شي، ځکه چې وایي دا د نړۍ پر اقتصاد هم اغېز کولای شي.

د سي آی اې پخوانی مشر وایي، ترکي د امریکې ډېره مهمه تکیه ده، ځکه چې وایي امریکا په دې هېواد کې پوځي مرکزونه لري او دوی نه غواړي له داسې حالت سره مخ شي، چې ترکي ورته د دغو مرکزونو د تړلو ګواښ وکړي.

د مېرمن سسټېرین د دې پوښتنې په ځواب کې چې که ترکي نور هم پر روس تکیه وکړي او له امریکې سره د خرابو اړیکو په نتیجه بالاخره د نېټو له اتحاده هم ووځي، لیون پنېټا وایي دا به ډېره خطرناکه پرېکړه وي:

"څومره چې ترکي پر روس تکیه کوي او څومره چې د سیمې نور هېوادونو په منځني ختیځ کې روس ته د رهبرۍ په سترګه ګوري او روس په شام کې د یرغل له لارې په منځني ختیځ کې منګولې ښخې کړي امریکا باید ورباندې اندېښمنه شي".

ښاغلی پنېټا وړاندیز کوي چې که امریکا له سفارتي لارې له ترکي سره د پادري برنسن پر سر د پېښې شوې شخړې په اړه خبرو ته دوام ورکړي نو دا ستونځه به حل شي، خو وایي که له خپل پخواني متحد سره اړیکې بیرته ښې نه کړي، نو داسې اتحادي به و نه لري چې د ایران، داعش او ترهګرۍ خطر ته ځواب وایي، چې وایي دا به په نړۍ کې د امریکې مقام هم کمزوری کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG