لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې د مرکزي کابينې غونډه کيږي


د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ نن د جمعې په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې د مرکزي کابينې غونډه کيږي، چې پکې به د نوي حکومت د راتلونکې په تګلاره خبرې اترې وشي.

د دولتي رسنیو ترمخه د کابينې د غونډې نه وړاندې به وزيراعظم د بهرنيو چارو دفتر ته ورځي او هلته به هغه ته په بهر هېوادونو کې د پاکستاني سفيرانو په اړوند احوال تېرولی شي.

ويل شوي د کابينې په غونډه کې به د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د خپلو ۱۰۰ ورځو په وړاندې کړی شوي پلان خبرې کوي چې څنګه عملي کړی شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر وزيراعظم عمران خان د ۲۵م جولايۍ د انتخاباتو ته وړاندې یوې دستورې په وېنا کې د ۱۰۰ ورځو دپاره خپل پلاننګ وړاندې کړی ؤ.

هغه ويلي ؤ که ګوند یې په حکومت کې راځي د لومړو ۱۰۰ ورځو دپاره به يې دغه پلان وي، چې پکې نوموړي د حکومتي طرز بدلولو، معيشيت د ښه کولو، زرعي پرمختګ او اوبو د ساتنې، ټولنيزو خدماتو کې د بدلون او ملي امنيت د ضمانت په څېر ژمنې کړې وې.

ويل شوي د کابينې د نن ورځې د غونډې نه وړاندې به د بهرنيو چارو دفتر ته په ورتګ وزیراعظم ته د هند، افغانستان، ايران، امريکا، چين او سعودي عرب په اړيکو هم احوال وړاندې کولی شي.

عمران خان په انتخاباتو کې د بريا وروستو په خپله لومړۍ وېنا کې ويلي ؤ چې د ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړیکې جوړول غواړي.

د وزیراعظم جوړېدو وروستو قام ته په خپله لومړۍ وېنا کې عمران خان ويلي ؤ چې ملک دا وخت د سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی.

هغه د خپل حکومت په خرچو کمولو زور راوړی، په ملک کې يې د اقتصاد ښه کولو، تعليم او صحت ترڅنګ يې د ملک نزدې په ټولو چارو خبرې کړې او د خپل حکومت لخوا يې ژمنې کړي چې د ملک څخه به فلاحي رياست جوړوي او د مشکلاتو نه به يې اوباسي.

خو څيړونکي وايي د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو نه ويستل، او بهرنۍ پاليسي په خپلو لاسو کې اخيستل او جوړول به د عمران خان د حکومت دپاره ډېر اسان کار نه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG