لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا هم ويلي د افغانستان په اړوند د ماسکو په غونډه کې ګډون نه کوي


امریکا د روس هغه بلنه رد کړې چې پکې ورته ويل شوي په ماسکو کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره راجوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

افغان دولت هم ويلي د ماسکو په غونډه کې به ګډون نه کوي.

روس ويلي په څلورم ستمبر په ماسکو کې کېدونکې غونډه کې به طالبان ګډون کوي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت يو وياند د نوم سرګندولو ترڅنګ ويلي، امریکا د افغانستان په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي،او د روس په مشرۍ د افغانستان په اړوند وړاندينۍ غونډې په اساس هيڅ پرمختګ نه دی شوی.

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند صبغت الله احمدي ويلي، د ماسکو په غونډه کې به د کابل حکومت هم ګډون نه کوي.

هغه ويلي د سولې پروسه بايد د افغانستان په مشرۍ وي او د افغان دولت د مرستې پرته د سولې پروسه مخ په وړاندې نه شي تلی.

دوه ورځې وړاندې د روس د بهرنیو چارو وزير سرګۍ لاروف ويلي ؤ په ماسکو کې د ستمبر په څلورمه نېټه د افغانستان د سولې په اړوند غونډه جوړيږي چې پکې د روس په بلنه طالبان هم ګډون کوي.

د روس د بهرنيو چارو دفتر ویلي ؤ روس راتلونکې مياشت په ماسکو کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا په ګډون ۱۲ هېوادونو ته بلنه ورکړې وه.

لاروف ویلي ؤ په غونډه کې به طالبانو سره د اړيکو ترڅنګ په افغانستان کې د جګړه ييزه عملیاتو ودرولو او په دغه هېواد کې د روس د وګړو ساتنه يقيني کول دي.

ای پي ويلي طالب سرچينو د روس د دې ادعا پخلی کړی دی چې په افغانستان کې د سولې دپاره خبرو ته تيار دي.

سرچينو ويلي دغو خبرو ته د طالبانو سره پاکستان، چين او نورو هېوادونو هم د خپلو پلاؤ لېږلو اراده څرګنده کړې ده.

د راپورونو ترمخه طالبان د ټولو ګاونډي هېوادونو سره اړيکو ته تيار دي، او طالبان په قطر کې په خپل دفتر کې د امریکا او يورپي چارواکو سره هم پرله پسې ليدنې کوي.

XS
SM
MD
LG