لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان خارجه وزارت ته دبهرنیو تګلارو په اړوند خپل نظر واضحه کړو


دپاکستان نوي وزیراعظم عمران خان د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو سره په یوه مهمه غونډه کې هغوي د بهرنیو تګلارو په اړوند دخپل نظر څخه خبر کړي اؤ ورته یې لارښوونه کړې چې بهرنیو هیوادونو کې دپاکستاني سفارتونو فعالیتونه باید نور هم چټک اؤ د پاکستان دګټو سره سم عیار کړل شي.

د حکومت په لاس کې له اخستو وروسته نن دجمعې په ورځ‌ په لمړۍ ځل عمران خان د بهرنیو چارو د وزارت څخه لیدنه کړې اؤ دغلته یې د لوړ پوړو چارواکو سره په غونډه کې دپاکستان په بهرنیو تګلارو خبرې اترې کړي دي.

سرچینې وایي دبهرنیو چارو د وزارت چارواکو وزیراعظم عمران خان ته دافغانستان، هند،امریکا،ایران اؤ چین سره دپاکستان د بهرنیو تګلارو جذئیات شریک کړي اؤ‌ په دغو تګلارو یې د هغه ملاتړ ترلاسه کړی.

د سرچنیو په وینا وزیراعظم عمران خان غونډې ته ویلي چې بهرنیو تګلارو کې باید دپاکستان ملي ګټو ته اولیت ورکړل شي اؤ‌ دهغه حکومت به هیڅکله په ملي ګټو ساز باز ونکړي.

په اقتدار کې د راتلو نه وړاندې وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې دهغه حکومت افغانستان کې دامن اؤ‌سولې پلوی دی اؤ‌ په دغه لړ کې به افغان دولت سره کوټلې مرستې کوي.

عمران خان دا هم ویلي وؤ چې افغانستان سره تجارت اؤ‌ ښه ګاونډیتوب ته وده ورکول غواړی اؤ حکومت به یې هڅه وکړي چې ددغه هیواد سره یې خپلې پولې لکه د اروپایي هیوادونو د پولو پرانستې وساتي.

همدا شان عمران خان د امریکا،سعودي،چین اؤ ایران سره هم د ښو اړیکو په ټینګښت ټینګار کړی ؤ خو څيړونکي وایي چې په پاکستان کې بهرنۍ تګلارې دخلکو دحکومت پځایې د طاقتور پوځ په اشارو جوړیږي اؤ دعمران خان حکومت ته به هم پخپله خوښه بهرنیو هیوادونو سره تګلارو جوړولو کې د پوځ په لوري کتل وي.

دخارجه تګلارو په اړوند دعمران خان له نظر څرګندیدو څخه وروسته سرچینې دا احتمال هم ښايي چې نن دجمعې په ماښام به دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي یو مطبوعاتي کانفرنس کې بهرنیو هیوادونو سره دپاکستان په تګلارو اؤ اړیکو رڼا واچوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG