لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین:په هوټل د اور لګیدو پېښه کې ۱۸کسان مړه شوي


دچین شمال ختیز ښار هربن کې د یو هوټل دننه د اور لګیدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي اؤ ۱۹نور ژوبل شوي دي.

چیني چارواکي وایي د اور لګیدلو وروسته مرستندویه ډلې سن ایي لینډ ریزورټ سیمې ته رسیدلي اؤ په اور وژلو یې قابو موندلې ده.

رسنیو په دغه اور کې د ۱۸کسانو د مړینې پخلی کړی خو وایي تر دې ساعته نه ده معلومه شوې چې د اور لګیدلو علتونه څه دي.

تیرکال هم د نومبر په میاشت کې دچین پلازمینه بیجنګ کې په یو بلډنګ کې اور لګیدلی ؤ چې پکې ۱۹ کسان وژل شوي وؤ.

ددغه پېښې نه وروستو دبیجنګ ښاروالۍ دهغو خلکو په ضد د۴۰ ورځو ځانګړي عملیات کړي وؤ چې د ودانیو په جوړولو کې یې د اور څخه له ژغورل کیدلو یا اور وژنې تابیا نه وي کړي.

تر دې له مخه په کال ۲۰۱۰م کې په شنګهائي کې په یو اپارټمنټ اور لګیدلی ؤ‌ چې پکې ۵۸ کسان مړه شوي وؤ

XS
SM
MD
LG