لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جلال اباد کې دټاکنو د کمیسون مخې ته ځانمرګي برید شوی


دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان دختیز ولایت ننګرهار په سرښار جلال اباد کې د ټاکنو دکمیسون مخې ته یو ځانمرګي برید شوی چې دوه کسان وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

دننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي دا یو ځانمرګی برید ؤ چې کچه غرمه یوولس بجې دجلال اباد په پینځمه ناحیه کې د ټاکنو دکمیسون مخې ته شوی دی.

هغه وویل له برید څخه وروسته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین د پېښې ځائ ته رسیدلي اؤ په سمدستي توګه دغه برید کې د دوؤ کسانو د وژنې پخلی شوی دی.

دننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویلي چې په پېښه کې څلور تنه ژوبل شوي هم دي چې د دوؤ حالت پکې مرګونی دی.

سرچینې وایي دا برید په داسې حال کې شوی چې د ټاکنو دکمیسون مخې ته د جاوید زمان نومې دیو کاندید پلویان په دې موخه احتجاج کولو ته راټول شوي وؤ چې ولې د هغه نوم د کاندیدانو د نوملړ څخه ویستل شوی .

تر دې مهاله ددې ځانمرګي برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې .

تر دې وړاندې هم د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د ټاکنو دکمیسون په دفترونو دغه رقم ځانمرګي بریدونه اؤ بمي چاودنې شوي چې پکې په لسګونو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د روانې میاشتې په ۱۳مه نېټه کابل کې د ټاکنو دکمیسون ددفتر مخې ته په یو ځانمرګي برید کې یو پولیس وژل شوی اؤ یو ژوبل شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG