لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میرانشاه:د ولسي خلکو د وژنې په ضد احتجاجي پرلت روان دی


دشمالي وزیرستان سرښار میرانشاه کې دپوځ په ډزو د بېګناه ولسي خلکو د وژنې په ضد نن په په دوهمه ورځ هم د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یو فعال مشر اؤ د سیمې نه دپارلیمان دغړي محسن داوړ په مشرۍ کې د زرګونو پښتنو احتجاجي پرلت دوام لري .

دسیمې څخه د وائس اف امریکه ډيوه دخبریال ترمخه پرون په ډزو کې د ژوبل شوؤ ۱۱ کسانو څخه یو بل تن هم نن ساه ورکړې ده چې دې سره د مړو شمیره دوؤ ته رسیدلې ده اؤ‌ ګڼ کسان په روغتونونو کې مرګي حال پراته دي.

دسیمې څخه په رارسیدلو اطلاعاتو کې ویل شوي پرون دلویې اختر په دریمه ورځ د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشا کې عامو خلکو د پوځ له خوا د درېوو تنو د نیول کېدلو په ضد احتجاج کولو چې په دغه مهال پرې پوځیانو ناتاره ډزې کړي وې چې پکې یو تن وژل شوی اؤ ۱۱ نور ژوبل شوي وؤ.

دشمالي وزیرستان څخه د پارلیمان منتخب غړي اؤ د‌پښتون ژغورنې د غورځنګ مهم

مشر پرون ددغه پېښې په ضد داحتجاجي پرلت اعلان کړی ؤ‌ چې په دغه پرلت کې په سوؤنو ولسي خلکو برخه اخستې اؤ غوښتنه کوي چې په دې پېښه کې ککړ پوځیان دې ونیول شي اؤ د قانون له مخې دې ورته سزا ورکړل شي.

داحتجاجي پرلت په دوهمه ورځ نن دوه ځله منځګړې جرګه په احتجاج بوختو مشرانو له ورغلې اؤ د پرلت ختمولو دپاره یې ورسره خبرې اترې کړي خو سرچینې وایي چې دغه خبرې ناکامه شوي دي.

ددې احتجاجي پرلت مشر ښاغلي محسن داوړ وائس اف امریکه ډيوه سره په خبرو کې ویلي دهغوئ احتجاج به تر هغې دوام ومومي تر څو چې چارواکو د سیمې د خلکو غوښتنې ته غوږ نه وي نیولی .

هغه وویل په بل هرځایې کې چې داسې پېښه وشي نو چارواکي په پېښه کې ککړ افسران معطل کړي خو په میرانشاه کې پښتانه ووژل شول اؤ‌ قاتلان یې معلوم دي خو په ضد یې لا تر اوسه هیڅ اقدام نه دی شوی .

ځایي حکومتي چارواکي وایي پېښه میرانشا ته څېرمه په همزوني سیمه کې شوې، خو وایي نه پوهېږي چې پر احتجاج کوونکو ډزې چا کړې دي، خو احتجاج کوونکي تور پورې کوي چې ډزې ورباندې هلته پاکستاني پوځیانو کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG