لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د حکومت مخالفه ګوندونه د صدارتي چوکۍ په کانديد وېشل شوي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت د مخالفه ګوندونو اتحاد د صدارتي چوکۍ دپاره د يو کانديد په نومولو وېشل شوي دي، پيپلزګوند خپل او پاتې نورو ډلو خپل کانديد نومولی دی.

د پاکستان پيپلزپارټۍ اعتزاز احسن په اسلام اباد هائيکورټ کې کاغذونه جمع کړي چې هغه به د صدر د چوکۍ دپاره د پيپلز ګوند کانديد وي.

بل لور ته د جمعيت علمااسلام مشر مولانا فضل الرحمان د پاټې نورو مخالفه ډلو په استازيتوب د کانديد په حېث خپل کاغذونه جمع کړي دي.

د مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلزګوند، متحده مجلس عمل، پښتونخوا ملي عوامي پارټي، نيشنل ګوند او عوامي نيشنل ګوند ګډ اتحاد د صدر د چوکۍ دپاره د خالي، شنبې په ورځ ټول ګونديزه غونډه هم کړې وه خو په يو کانديد نومولو نه ؤ موافق شوي.

د مسلم ليګ ن احسن اقبال وويل دوی هیله کوي چې پيپلزګوند به د مخالفه اتحاد ووټونه ونه ويشي.

د اتحاد غړي حاصل بزنجو وويل دوی به اوس هم هڅه کوي چې پيپلز ګوند راضي کړي.

مسلم ليګ ن ګوند د اعتزاز احسن په نوم د تحفظاتو څرګندونه کړې او بيا پيپلزګوند د خپل دريځ وړاندې کولو دپاره نور وخت غوښتی ؤ.

له دغې وروستو مولانا فضل الرحمان د پيپلزګوند سره ليدلي خو مخالفه ګوندونه په يو کانديد نومولو کې نه دي کامياب شوي.

بل لور ته پاکستان تحريک انصاف عارف علوي د صدر د چوکۍ دپاره خپل کانديد نومولی دی.

مخالفه ګوندونو د وزيراعظم د چوکۍ دپاره د مسلم ليګ ن مشر شهباز شريف په شريکه کانديد ودرولی ؤ خو دغه اتحاد هم بيا د اختلاف ښکار شوی ؤ.

د پاکستان د موجوده ولسمشر ممنون حسېن د ولسمشرۍ موده د ستمبر د میاشتې په اتمه نېټه سر ته رسي، او د نوي ولسمشر انتخابات په څلورم ستمبر ټاکل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG