لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:امریکا سره اړیکو کې به د ولس اؤ‌ پارلیمان دغړو رائیو ته ارزښت ورکوؤ


دپاکستان نوي حکومت ویلي هڅه کوي چې امریکا سره خپلې اړیکې ښې کړي اؤ په دې لړ کې دپاکستاني ولس اؤ دپارلیمان دغړو رایې هم په نظر کې ونیسي.

دغه خبرې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي د نهې په ورځ دپاکستان سینیټ ته پخپله وینا کې کړي دي.

ښاغلي قریشي په دغه مهال یو ځل بیا د امریکا دبهرنیو چارو د وزیر مائیک پومپیو اؤ وزیراعظم عمران خان ترمینځ د شوؤ ټیلي فوني خبرو په اړوند د پاکستان دریځ سم وبللو اؤ وئ ویل دامریکا دبهرینو چارو وزارت وایي چې هغوئ پخپل بیان ولاړ دي خو په حقیقت کې داسې هیڅ خبرې نه دي شوي بلکې دواړو مشرانو ګټورې خبرې کړي دي.

تیره اوونۍ دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي وزیراعظم عمران خان سره په ټیلي فوني خبرو کې دامریکا دباندنیو چارو وزیر مائیک پومپیو ټینګار کړی چې پاکستان دې خپله خاوره کې دفعالو ټولو ترهګرو ډلو په ضد رغنده ګامونه واخلي، خو دپاکستان حکومت دامریکا دغه بیان رد کړی ؤ‌ اؤ ویلي یې وؤ چې ټیلي فوني خبرو کې د ترهګرۍ په اړوند بحث نه دی شوی.

د پاکستان لخوا د امریکا یي بیان ناسم ګرځولو وروسته دامریکا د بهرنیو چارو د وارت ویاندې هیډرنورټ ویلي وؤ چې امریکا پخپل بیان په کلکه ولاړه ده .

شاه محمود قریشي سینیټ ته وویل “تیروتنې کیږي اؤ دامریکا دبهرنیو چارو وزارت څخه به هم تیروتنه شوي وي خو دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر چې کوم بیان خپور کړی هغه سم دی اؤ اوس باید مونږ پرمخ لاړ شو”

دبهرنیو چارو وزیر وویل که چرې په پینځم ستمبر دامریکا دبهرنیو چارو وزیر د اسلام اباد په سفر راځي نو پاکستان به هڅه وکړي چې امریکا سره خپلې اړیکې په ښه لوري روانې کړي.

په دې وروستیو کې داسې مطبوعاتي راپورونه مخې ته راغلي چې د هند له سفر څخه وړاندې د راتلونکې میاشتې په پینځمه نېټه دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو غواړي چې د اسلام اباد سفر وکړي اؤ پاکستاني چارواکو سره له نزدې د دواړو ملکونو په اړیکو اؤ افغانستان کې د سولې په روانو هڅو خبرې اترې وکړي.

پاکستان کې له نوي حکومت جوړیدو وروسته به دا اسلام اباد ته د کوم لوړپوړي امریکایي چارواکي لمړی سفر وي.

د روان کال دپیل راهسې د واشنګټن اؤ اسلام اباد اړیکې زیاتې خړې شوي اؤ‌امریکا د ترهګرو ډلو د پاللو په تور دپاکستان ټولې پوځي مرستې تړلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG