د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروخت نن ماښام د امریکا له نایب صدر، مایک پنس سره ټلیفونې خبرې وکړې. ښاغلی غني وایي چې په دې خبرو کې، دواړه خواوې د جنوبي آسیا لپاره د صدر ټرمپ د سټراتیژۍ پر اغیزو، د سولې پر بهیر، او پر راتلونکو پارلماني انتخاباتو غږیدلي دي. د صدر غني په وینا، نایب صدر پنس پخپلو خبرو کې یو ځل بیا ژمنه کړې چې امریکا به د افغان حکومت او افغان ځواکونو ملاتړ کوي.
بل پلو پاکستان وایي چې د سپټمبر پر ٥مه نیټه به د امریکې خارجه وزیر، مایک پامپیو اسلام آباد ته ولاړ شي.
1