لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا کې دصوبایي اسمبلۍ حدبندیو دپاره مهال ویش خپور کړل شو


دپاکستان دانتخاباتو کمیشن خیبرپښتونخوا اسمبلۍ کې دفاټا د څوکیو دپاره د حدبندۍ یا حلقو جوړونې منظوري ورکړې ده اؤ ټاکل شوې ده چې د څلورم دسمبر پورې به دحدبندۍ پړاوونه سرته رسولی شي.

د الیکشن کمیشن لخوا دخپور شوي مهال ویش له مخې د۲۸۸م اګست څخه ترڅلورم دسمبر به حلقې بیلولی شي اؤ د۲۸م اګست څخه به ۱۰م ستمبر پورې د حد بندیو دپاره خلک کاغذونه ترلاسه کولی شي.

د ۱۱ستمبر نه څلورم اکتوبر پورې به دفاټا لمړۍ صوبایي حد بندۍ تیارولی اؤ ددغو حدبندیو لمړۍ فهرست به په پینځم اکتوبر خپرولی شي.

دانتخاباتو کمیشن وایي چې په لمړنیو حدبندیو به خلکو ته دشپږم اکتوبر څخه تر څلورم اکتوبر د نیوکې حق ترلاسه وي.

د پینځم نومبر نه تر۳۰م نومبر به ددغو نیوکو اوریدنه کیږي اؤ په څلورم دسمبر به دفاټا غوڅې صوبایي حدبندۍ مخې ته راوړل کیږي.

د روان کال د مئ په میاشت کې دپاکستان پارلیمان دهیواد په ائین کې د۳۱م بدلون دلارې د۷ؤ قبائیلي ایجنسیو په خیبر پښتونخوا کې د ورګډؤلو منظوري ورکړې وه اؤ وروستو دقانون له مخې ټولې قبائیلي سیمې خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوې خو په هغه موقعه پرېکړه شوې وه چې قبائیلي سیمو کې به د صوبایي اسمبلۍ ټاکنې یو کال وروسته کولی شي.

دا مهال دفاټا نه دقامي اسمبلۍ ۱۳ اؤ دسینیټ اته غړي منتخب شوي اؤ په راتلونکي کال کې به دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هم پخوانۍ قبائیلي سیمې خپلې څوکۍ ولري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG