لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین وایي په افغانستان کې د افغان پوځیانو د روزنې لپاره پوځي اډه نه جوړوي


واشنګټن ـــ د چین د بهرنیو چارو وزارت دا خبر رد کړ، چې ګواکې حکومت یې په افغانستان کې پوځي مرکز جوړوي او چینایي پوځیان به پکې افغان پوځیانو ته روزنه ورکوي.

د (ساوت چاینا مارننګ پوسټ) په نامه د هانګ کانګ یوې ورځپاڼې د چین له پوځ سره په تړاو د ځینو ناتایید شویو سرچینو په اساس خبر خپور کړی وو، چې وایي چین د افغانستان د سرحدي سیمې واخان په تنګه دروازګۍ کې پوځي مرکز جوړوي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هووا چون یینګ خبریالانو ته په خپل ورځني خبري کانفرنس کې دا خبر رد کړ او ویې ویل، په دې کې هیڅ حقیقت نه شته چې چین دې خپل پوځیان افغانستان ته د روزنې لپاره ولېږي:

"د پوځي مرکز له جوړولو تر روزنې پورې هیڅ شی په عمل کې وجود نه لري او دا خبره ریښتیا نه ده، نو که په دې اړه هر خبر وي حقیقت نه دی".

رویټرز خبري ایجنسۍ وایي، ویاندې چون یینګ په دې اړه نور تفصیل ور نه کړ، خو وایي دوی د چین د دفاع له وزارته په دې اړه تفصیل وغوښت خو هغوی هم ورته ځواب ور نه کړ.

چین په داسې وخت کې دا خبر رد کړی، چې افغان او چینایي چارواکو د شورو- چارشنبې په ورځ په کابل کې سره لیدلي او تر خپل منځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پر زیاتولو ږغېدلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د چین د ترهګرۍ د مخنیوي او امنیتي چارو د مشر چینګ ګوپینګ په مشرۍ یوه پلاوي کابل ته د سفر په وخت د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال حکمت خلیل کرزي سره په چین او افغانستان کې د افغان پایلټانو د روزنې په اړه هم خبرې کړې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د چین له خوا د ممکنه پوځي اډې د جوړېدو په اړه خبرونه ورکول کېږي، تر دې وړاندې هم رسنیو دعوه کړې، چې ګواکې چین خپلې شین جیانګ صوبې ته نیژدې د افغانستان په سرحدي سیمه واخان کې پوځي مرکز جوړوي.

چین تل په افغانستان کې د خپل پوځي مرکز د جوړولو خبرونه رد کړي دي. د چین د دفاع وزارت د روان کال په جنورۍ کې دا خبر هم رد کړ، چې ګواکې د چین پوځي موټر په افغانستان کې د ګرځېدو په حال کې لیدل شوي دي.

چین له اوږدې مودې راهیسې اندېښمن دی چې هسې نه په افغانستان کې د موجودې ناارامۍ او جګړې څپې د دې هېواد د ایغور مسلمانانو لوېدیځې شین جیانګ صوبې ته ور خپرې شي، چې د چین حکومت په وینا په وروستیو کلونو کې وسلوالو سلګونه کسان پکې و وژل.

چین تر اوسه پورې له خپل هېواده دباندې یواځې یو پوځي مرکز لري، چې تېر کال یې د ختیځې افریقې د جبوټي هېواد په هورن سیمه کې پرانیست.

رویټرز وایي چین مخکې دا نه منله چې له خپل هېواده دباندې دې پوځي مرکزونه جوړ کړي، خو وایي امریکه تمه لري چې دا هېواد [چین] به اوس نور پوځي مرکزونه هم جوړ کړي چې په هغوی کې په پاکستان کې هم د پوځي مرکز جوړولو امکان شته.

XS
SM
MD
LG