لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په درېوؤ ورځو کې دپوځ مشر جنرال باجوه سره دوهمه لیدنه کړې


دپاکستان نوی وزیراعظم عمران خان په اقتدار کې له راتلو وروسته د زیارت په ورځ په لمړي ځل دخپلو وزیرانو سره یو ځائ دپوځ مرکز یا جی ایچ کیو ته ورغلی اؤ دغلته ورته ،دهیواد د کورني امینتي وضعیت،دفاع اؤ د پوځ دمسلکي چارو په اړوند احوال تیر کړل شوی دی.

دتیرو دریوؤ ورځو په مهال دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال باجوه سره د وزیراعظم عمران خان دا دوهمه لیدنه په داسې حال کې شوې چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ دامریکا دباندنیو چارو وزیر مائیک پومپیو اؤ دپوځ مشر جنرال جوزف ایف ډنفور دترهګرۍ په معاملو پاکستاني چارواکو سره خبرو اترو دپاره اسلام اباد ته راځي .

دپاکستان دپوځ ویاند په ټوئټر لیکلي چې د جی ایچ کیو څخه دلیدنې په مهال وزیراعظم عمران خان سره د هیواد ددفاع وزیر پرویز خټک،دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي،دخزانې وزیر اسد عمر اؤ داطلاعاتو وزیر فواد چوهدري هم ملګري وؤ.

پوځي ویاند وایي عمران خان ته دپوځ د لښکر جنرال قمر جاوید باجوه لخوا پوځي مرکز کې هرکلی ویل شوی اؤ په مهمو چارو ورته احوال تیر کړل شوی.

په ۲۵مه جولايي پاکستان کې په شوؤ ټولټاکنو کې د عمران خان دګوند تحریک انصاف په بریالي کیدلو مخالف ګوندونه تورونه لګوي چې دغه ګوند پوځ اقتدار ته رسولی خو وزیراعظم عمران خان دمخالفو ډلو لخوا لګول کیدونکي تورونه ردوي اؤ‌ وايي دا دپاکستان په تاریخ کې تر ټولو صفا سوتره ټاکنې شوي.

تر دې وړاندې وړاندې په ۲۷م اګست هم دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د وزیراعظم په ماڼۍ کې د عمران خان سره لیدنه کړې وه اؤ ورسره یې د هیواد د کورني وضعیت تر څنګ په بیلابیلو چارو خبرې کړې وې.

دپوځي مشر اؤ‌ وزیراعظم ترمینځ دا لیدنې په داسې حال کې کیږي چې دپاکستان نوي حکومت لا په غوڅ ډول خپلې بهرنۍ تګلارې نه دي اعلان کړي اؤ راتلونکې اوونۍ دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو اؤ د پوځ مشر جوزف ایف ډنفور د اسلام اباد سفر کوي.

څیړونکي وایي چې په پاکستان کې وخت دسره د خارجه پالیسیو د جوړولو چارې پوځ پخپل لاس کې نیولي وي اؤ دخلکو منتخب حکومت نه شي کولی چې پخپله خوښه د نورې دنیا سره راشه درشه اؤ اړیکې جوړې کړي.

دامریکا ددفاع وزیر جیمس میټس اوړمه ورځ پنټاګان کې خبریالانو ته ویلي وؤ چې دامریکا لوړ پوړي چارواکي به اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو سره لیدنو کې د ترهګرۍ په اړوند خبرې اترې کوي.

د روان کال دپیل راهسې د پاکستان اؤ امریکا اړیکې زیاتې تاوژنې شوي اؤ امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ تور لګولی چې پاکستان تیرو ۱۵ؤ کالو کې دامریکا څخه ۳۲ اربه ډالر په فریب ترلاسه کړي خو پخپله خاوره کې ترهګر ساتلي دي.

امریکا په پاکستان خپلې پوځي مرستې هم تړلي خو پاکستان دترهګرو د پاللو تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي امریکا دې مرستې نه ورکوي خو دترهګرو دپاللو تورونه دې پرې نه لګوي.

د پاکستان نوي وزیراعظم عمران خان سره هم تیره اوونۍ امریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو په ټيلي فون خبرې کړې وې اؤ دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ویلي وؤ چې په دغو خبرو کې یې ټینګار کړی ؤ چې پاکستان باید د ټولو ترهګرو ډلو په ضد رغنده ګامونه واخلي .

خو دپاکستان خارجه وزیر اؤ‌ دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي وؤ چې د مائیک پومپیو اؤ عمران خان تر مینځ شوؤ خبرو کې د ترهګرۍ په ضد دجګړې په اړوند هیڅ خبرې نه دي شوي،

امریکا دپاکستان له انکار باوجود ویلي و‌ؤ چې هغوئ پخپله خبره ولاړ دي اؤ مائیک پومپیو عمران خان باندې غږ کړی چې دترهګرو ډلو په ضد قاطع اقدامات وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG