لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دکرکټ په دوهمه سیالۍ کې ائرلینډ افغانستان ته ماتې ورکړه


دائر لینډ اؤ‌ افغانستان ترمینځ دکرکټ دوهمه یوه ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان لمړی بیټنګ وکړو اؤ د نهو لوبغاړو به سوزیدو یې ائرلینډ ته د۱۸۲منډو هدف ورکړو.

دافغانستان اؤ ائر لینډ ترمینځ دکرکټ دوهمه یو ورځني سیالي ائرلینډ په درېوؤ وکټونو وګټله.

تر دې وړاندې د دواړو هیوادونو ترمینځ د کرکټ لمړۍ سیالي افغانتان د۲۹ منډو په توپیر ګټلې وه.

په تازه لوبه کې دافغانستان دکرکټ لوبغاړي نبي عیسی خیل په ۱۰۰ؤ نړیوالو لوبو کې دګډون ریکارډ جوړ کړی دی.

دائر لینډ اؤ‌ افغانستان ترمینځ دکرکټ دوهمه یوه ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان لمړی بیټنګ وکړو اؤ د نهو لوبغاړو به سوزیدو یې ائرلینډ ته د۱۸۲منډو هدف ورکړو.

دافغانستان نجیب ځدران ۴۲ منډې جوړې کړې.

د ائرلیند لوبډله کې مورتاګ پخپل غوره توپ اچونې سره دافغان لوبډلې څلور لوبغاړي وسوزؤل.

دائرلیند لوبډلې دافغانستان د ۱۸۲منډو په ځواب کې په۴۳ؤ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوزیدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې اؤ دغه سیالي یې وګټله.

ددې سیالۍ په ترسره کیدلو سره افغانستان دکرکټ په۱۰۰ نړیوالو لوبو کې دګډون ویاړ ترلاسه کړی دی

XS
SM
MD
LG