لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:امریکا سره دټیلي فوني خبرو شخړه ختمه،په وړاندې تګ غواړو


پاکستان ویلي د وزیراعظم عمران خان اؤ دامریکا دخارجه وزیر مائیک پمپیو تر مینځ دټیلفوني خبرو په اړوند راپیدا شوی جنجال ختمول اؤ امریکا سره په سیاسي ډول پرمخ تلل غواړي ځکه نو په دغه هکله به نورې خبرې نه کیږي.

تیره اوونۍ د پاکستان نوي وزیراعظم عمران خان سره امریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو په ټيلي فون خبرې کړې وې اؤ دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ویلي وؤ چې په دغو خبرو کې یې ټینګار کړی ؤ چې پاکستان باید د ټولو ترهګرو ډلو په ضد رغنده ګامونه واخلي .

خو دپاکستان خارجه وزیر اؤ‌ دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي وؤ چې د مائیک پومپیو اؤ عمران خان تر مینځ شوؤ خبرو کې د ترهګرۍ په ضد دجګړې په اړوند هیڅ خبرې نه دي شوي،

امریکا دپاکستان له انکار باوجود ویلي و‌ؤ چې هغوئ پخپله خبره ولاړ دي اؤ تیره ورځ داسې راپورونه هم مخې ته راغلي چې اوس امریکا دغه خبرې په لیکلې بڼه پاکستان ته سپارلي دي.

د زیارت په ورځ میډیا ته د اوونیز احوال تیرولو په وخت دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل نه خبریالانو پوښته کړې چې ایا امریکا د عمران خان اؤ مائیک پومپیو تر مینځ په ټیلي فون شوې خبرې په لیکلې بڼه پاکستان ته ورکړي، خو ښاغلي فیصل په دغه هکله د نورو خبرو کولو نه انکار کړی.

ډاکټر فیصل ویلي “اوس دغه جنجال ختم شوی، امریکا سره په سیاسي ډول په وړاندې تګ غواړو”

دافغانستان په غزني ولایت د طالبانو بریدونو کې دلاس لرنې په اړوند د یوې پوښتنې ځواب کې د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي دافغان چارواکو لخوا په پاکستان لګول شوي تورونه هیڅ حقیقت نه لري.

په ۱۰م اګست په غزني د شوؤ بریدونو نه وروسته دافغانستان استحباراتي ادارې این ډي ایس تور لګولی ؤ چې په غزني د بریدونو پلان دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي لخوا ترتیب شوی ؤ اؤ غزني ته جنګیالي هم د پاکستان نه اوښتي وؤ.

پاکستان په غزني دطالبانو برید کې دایي ایس ایي د لاس لرنې دعوې له دې وړاندې هم رد کړي خو افغان ولسمشر غزني ته دخپل سفر په مهال دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه نه پوښتنه کړې وه چې جنرال صیب باجوه دغزني په برید کې دژوبلو ترهګرو علاج ستا په روغتونونو کې ولې کیږي؟

جنرال باجوه وروسته دافغان ولسمشر دغه تور ته پخپل ځواب کې ویلي وؤ چې افغانستان دې په پاکستان دتورونو لګولو پځایې دخپلو کورنیو ستونزو لوري ته پام ګرځوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG