لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: په پاکستان کې هر کال ۲۲ لکه ښځې خپل حمل ضایع کوي


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د ابادۍ اداره (یو این ایف پي اې) او د پاکستان د ازادۍ مرکزي اداره د ابادۍ او روغتیا په اړه په یوې سروې رپوټ کې وایي، چې په پاکستان کې هر کال ۲۲ لکه مېندوارې ښځې د عملیاتو په وسیله خپل حمل ضایع کوي.

د ملګرو ملتونو د ابادۍ ادارې په پاکستان کې د ښځو ابادۍ ته په پام سره دا شمېر بوږنوونکی بللی او ویلي یې دي چې د حمل د مخنیوي سمو روغتیایي طریقو او درملو ته د لاسرسي نه لرلو له امله د حمل دا ډول ضایع کول د ښځو روغتیا ته لوی خطر دی.

په سروې رپوټ کې ویل شوي، په پاکستان کې ۳۵ فیصده جوړۍ د حمل د مخنیوي طریقې او درمل کاروي، خو ۱۷ فیصده نور بیا دا طریقې او درمل کارول غواړي، مګر لاسرسی ورته نه لري.

په پېښور کې د ملګرو ملتونو د ابادۍ د ادارې د پراجیکټ مشره او د پاپولېشن ویلفېر محکمې د ټیکنیکي چارو مشره نجمه سلطان وایي، په پښتونخوا صوبه کې د تولیدي صحت یا د ماشوم زېږېدنې تر ۱۱۰۰ زیاتو مرکزونو ته اړتیا ده، خو وایي دا مهال یواځې شاوخوا ۶۵۰ مرکزونه فعال دي.

نجمه سلطان له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، دوی ټولو خلکو ته د مېندوارۍ د مخنیوي په برخه کې د پوهې او هغوی ته د درملو ورکولو په برخه کې له ستونځو سره مخ دي:

"دا مهال په پاکستان کې د حمل د مخنیوي درمل ۳۵ فیصده کارول کېږي، خو زموږ هدف دا دی چې تر ۲۰۲۰م کاله پورې د دې درملو استعمال ۴۲ فیصده ته ورسېږي".

د تازه سروې له مخې د یوې ښځې پر سر د ماشومانو شمېر ۳.۶ فیصده دی خو په کلیوالو سیمو کې بیا دا شمېر ۳.۹ فیصده دی. په پښتونخوا، ګلګت او بلوچستان کې بیا د ښځې پر سر د ماشومانو شمېر ۴ فیصده دی.

سروې وایي په پاکستان کې ۳۸ فیصده ماشومان بې ودې دي، ۶۸ فیصده ماشومانو ته له ناروغیو د ژغورنې ستنې ور لګېږي، خو ۴ فیصده ماشومانو ته یوه ستن هم نه ور لګېږي.

سروې دا هم وایي، ۲۶ فیصده ښځې غواړي چې دویم ماشوم دوه کاله وروسته ولري، ۴۷ فیصده ماشومان نور ماشومان بېخي غواړي نه او پاته نورې په دې هکله هیڅ نه وايي.

رپوټ وایي واده ښځو ته بیا بیا د ناخوښه حمل ور پورې کېدو یا د مېندوارۍ لویې وجې د هغوی غربت، د کم عمرۍ ودونه، بې تعلیمي او د حمل د مخنیوي د اسانتیاوو نشتوالی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG