د هالېنډ د پارليمان غړي ګېرټ ولډرز ويلي له وژنې د ګواښونو او د نورو خلکو ژوند په خطره کې اچولو وروسته اعلان کوي چې د حضرت محمد (ص) د خاکو جوړولو مقابله لغوه کوي.
ولډرز د زیارت په ورځ يو بيان کې ويلي چې د "اسلامي تشدد څخه د خلکو بچ ساتلو په موخه يې د خاکو جوړولو د مقابلې نه کولو فېصله کړې ده".
ولډرز اعلان کړی ؤ چې د نومبر په میاشت کې به د هالېنډ د پارليمان په ودانۍ کې د حضرت محمد (ص) د خاکو جوړولو مقابله راجوړوي.
د ولډرز د اعلان وروسته په پاکستان او نوره نړۍ کې دغه اعلان ته سخت غبرګون ویل شوی او پاکستان کې سخت دريځه ګوند تحريک لبېک غوښتنه کړې وه چې پاکستان دې د هالېنډ سره سفارتي اړيکې ختمې کړي.
تحريک لبېک د لاهور نه تر اسلام اباده پورې احتجاجي لاریون کړی او په اسلام اباد کې يې احتجاجي پرلت وهلی خو د ولډرز د اعلان وروسته پرلت لغوه کړی دی.
ګېرټ ولډرز څوک دی؟
ګېرټ ولډرز د مذهب اسلام نه سخته کرکه کوي. هغه د هالېنډ یو سیاست وال او د پارلیمان (هاوس اف ریپریزینټېټیوز) غړی دی.
هغه د کال ٢٠٠٦ راهسې د خپل ګوند پارټي فار دي فریډم مشر هم دی. ولډرز او د هغه ګوند په ښکاره د مذهب اسلام مخالفت کوي.
د پېغمبر محمد (ص) د خاکو د جوړولو د اعلان نه وړاندې هغه د مسلمانانو په مقدس کتاب قران د بندیز غوښتنه هم کړې وه.
ولډرز دعوه کوي اسلام مذهب نه بلکې یو مطلق العنانه سیاسی نظریه ده.