لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان نه غواړي چې د امريکا سره یې اړیکې کړکېچنې شي


د وزيراعظم عمران خان پوځي مرکز (جي اېچ کيو) ته د ورتګ په مهال ملک ته د ورپېښو چېلنجونو ترڅنګ د امريکا د بهرنیو چارو د وزير د پاکستان د راتګ په اړوند خبرې شوي دي او پاکستان نه غواړي چې د امريکا سره یې اړیکې کړکېچنې شي.

د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري د وزيراعظم عمران خان د پوځي مرکز جي اېچ کيو د سفر په اړوند يو ځايي ټي وي چېنل (جيو) سره په خبرو کې وویل نزدې په اووه نیم ساعته کې په جي اېچ کيو کې د تېرولو په مهال وزيراعظم او کابينې ته په ټولو چارو احوال تېر کړی شو.

هغه وويل، د امریکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپيو د پاکستان د راتګ په اړوند خبرې وشوې او زياته یې کړه د مايک پومپيو په راتګ اوس هم تفصيلي خبرې وشوې او دهغه د راتګ نه وړاندې به پرې نورې خبرې هم کيږي.

هغه ويل، په سيمه کې د امريکا او پاکستان خپلې ګټې دي ظاهره ده امريکا غټ قوت دی او پاکستان به هڅه کوي چې د امریکا سره یې اړيکې کله هم کړکېچنې نه شي خو پاکستان خپل علاقايي ارزښت لري.

فواد چوهدري زياته کړه، د امريکې په اړوند يو سوچ دا دی چې د چين او روس دپاره د امريکا دلته (په سيمه کې) پاتې کېدل ضروري دي بل سوچ دا دی چې امریکې له د سيمې نه وتل پکار دي خو کتل به دا وي چې د امريکې د بهرنیو چارو وزير د کوم ښکار سوچ سره دلته راځي دا فېصله امريکې له کول پکار دي.

هغه وويل پاکستان غواړي چې په دې سيمه کې ثبات وي او دلته ثبات تر هغې وخته نه شي راتلی څو پورې چې په افغانستان کې ثبات نه وي راغلی.

د مایک پومپيو د سفر په اړوند ځايي رسنیو ويلي نوموړی به د ستمبر په پينځمه نېټه د پاکستان سفر کوي او د پاکستان د نوي منتخب وزيراعظم عمران خان سره به ويني.

پاکستان د تېر کال راهسې د افغانستان په اړوند د امريکې لخوا د سخت فشار سره مخ دی.

فواد چوهدري وويل پوځي په جي اېچ کيو کې پوځي چارواکو د سيمې په امنيت او دفاعي چارو او په ملک کې د ترهګرۍ په اړوند احوال هم وړاندې کړو.

هغه وويل د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وویل "چې په پاکستان کې کوم سوچ دی چې پوځ په سياسي حکومتونو کې لاسوهنه کوي خو هغه باور ورکړو چې حکومت څه پاليسي جوړوي پوځ به یې ملګرتیا کوي او پوځ هم د ملک د نورو ادارو په رنګ د مرکزي حکومت ماتحت اداره ده".

د چوهدري په وېنا وزيراعظم وويل چې په پاکستان کې غټ چېلنجونه دي او ادارو له په دغه اړوند په ګډه کار کول پکار دي.

د اطلاعاتو وزير وويل ډېرې خبرې داسې دي چې هغه نه شي ښکاره کول کېدی، خو وزيراعظم ته ټولې خبرې ښکاره کړی شوې کومې چې د وزيراعظم د پاليسيانو جوړولو د فېصلې دپاره اړينې دي.

فواد چوهدري زياته کړه د دغه ناستې يو مقصد دا هم ؤ چې دا پېغام ورکړی شي چې پوځي او سياسي حکومت په يو مخ دی. هغه وويل د دې ناستې پېل او پای دواړه مثبتې وي.

د وزيراعظم عمران خان پوځي مرکز ته په ورتګ پوځي بيان کې ویل شوي وزيراعظم او وزيرانو ته په ملک کې د امنیت، د ترهګرۍ پرضد روان ردالفساد عملياتو، د کراچۍ د حوال او خوشحال بلوچستان په اړوند احوال تېر کړی شو.

د بيان ترمخه وزيراعظم ويلي پاکستان د کورنيو او بهرنيو چېلنجونو سره مخ دی او د قام په مرسته به په چېلنجونو کې کاميابه کيږي.

له دې وړاندې د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور په ټوئټر لیکلي ؤ چې د جی اېچ کیو څخه د لیدنې په مهال وزیراعظم عمران خان سره د هېواد د دفاع وزیر پرویز خټک،د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي،د خزانې وزیر اسد عمر او د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري هم ملګري وو.

XS
SM
MD
LG