لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رباني او قرېشي په جلال اباد کې د پاکستان د تړل شوې قونصلګرۍ په سر خبرې کړي


صلاح الدين رباني او شاه محمود قرېشي

د پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيران موافقه شوي چې د سولې او ثبات دپاره د افغانستان او پاکستان د کاري پلان (ای پي ای پي پي اېس) د چوکاټ لاندې همکارۍ ته به دوام ورکوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند محمد فېصل په ټويټر ليکلي، دواړه وزيران په دې موافقه شوي چې د کاري پلان د چوکاټ لاندې به په جلال اباد کې د پاکستان د قونصلګرۍ د امنيت سره اړونده مسلې حل کړي.

​فېصل ويلي، شاه محمود قرېشي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدين رباني سره په ټيليفوني خبرو کې په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره د پاکستان ژمنه تکرار کړې ده.

خو نوموړي دا نه دي ويلي چې قونصلګري به کله پرانيستل شي.

پاکستان د جمعې په ورځ په جلال اباد کې خپله قونصلګري تړلې او تور یې لګولی چې د ننګرهار ولايت ګورنر د قونصلګرۍ په چارو کې لاس وهنه کوي، خو حيات الله حيات دغه تورونه رد کړي دي.

د افغان رسنيو ترمخه د ننګرهار والي حيات الله حیات ويلي دوی حق لري چې د افغانستان او نړيوالو قوانينو لاندې په قونصلګرۍ کې دننه او بهر د خپلو وګړو د ساتنې او غبن د مخنيوي دپاره ګامونه واخلي.

پرون د افغانستان د بهرنيو چاوز وزير په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله سره هم ليدلي دي.

د وزارت د بيان ترمخه "د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په جلال اباد کې د پاکستان قونصلګرۍ ته اړوندې مسلې ته زر تر زره د رسیدګۍ باندې ټینګار وکړ".

په بيان کې ويل شوي، "دواړو لورو په سیاسي، اقتصادي اړیکو، امنیتي وضعیت، د سولې بهیر، سیمه ییزو همکاریو او د کډوالو د استوګنې غځولو په اړه هم خبرې وکړې".

راپورونه د پاکستاني چارواکو له قوله وايي د جلال اباد په قونصلګرۍ کې په يوه ورځ کې درې زره افغانانو ته ويزې ورکول کيږي او په جلال اباد کې د قونصلګرۍ د بندېز له امله تر ټولو زيات عام افغانان اغېزمن کيږي.

XS
SM
MD
LG