لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان نوی صدر نن ټاکلو دپاره د رائیو ورکولو عمل روان دی


په پاکستان کې د هیواد د۱۳م نوي صدر ټاکنې دپاره دپارلیمان غړو د رائیو ورکول پیل کړي چې ماذیګر تر څلورو بجو به دوام ولري.

دصدارتي ټاکنې دپاره درې کاندیدان په میدان کې ولاړ دي چې پکې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف عارف علوي،د اپوزیشن ډلو مولانا فضل الرحمان اؤ د پیپلز ګوند داعتزاز احسن شامل دي.

اپوزیشن ډلو خپلو کې د ویشل کیدو له امله په مرکز کې واکمن ګوند دعوه کوي چې دهغوي کاندید به په اسانه دهیواد نوی صدر غوره شي.

د صدر ټاکنې دپاره د رائیو ورکولو عمل ګډ پارلیمان اؤ دڅلورو واړو صوبو اسمبلیو کې د الیکشن کمیشن د مشر سردار محمد رضا اؤ ائتلاتي محکمو د مشرانو قاضیانو د څارنې لاندې ترسره کیږي.

په پاکستاني میډیا د خپرو شوؤ‌ شمیرو له مخې دصدارتي‌ ټاکنې په لړ کې پاکستان تحریک انصاف ۲۵۱،مسلیم لیګ نواز۱۴۶،پیپلزپارټي ۱۱۶،متحده مجلس عمل ۳۸،ایم کیو ۲۰،بلوچستان عوامي ګوند۲۹،بلوچستان نیشنل ګوند(مینګل)۱۴،عوامي نیشنل پارټي‌۱۰،ګرینډ‌ ډیمو ګریټک الائنس نهه،مسلم لیګ(ق)څلور،جمهوري وطن ګوند دوه،ازاد غړي ۱۹،پښتونخوا میپ پینځه،نیشنل ګوند پینځه اؤ بلوچستان نیشنل ګوند عوامي دوه رایې په لاس کې لري.

په مرکز کې واکمن ګوند د ځینو نور ګوندونو سره ائتلاف هم کړی اؤ شمیرې ښایي چې ددغه ائتلاف په نتیجه کې د تحریک انصاف ګوند ګاندید عارف علوي ته بریالتیوب ترلاسه کولی شي

XS
SM
MD
LG