لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:د وسله والو برید کې یو امریکایي سرتیری وژل شوی،یو ژوبل


افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونو ویلي ددغه هیواد په ختیز کې په امریکايي ځواکونو دیو برید له امله یو امریکایي سرتیری وژل شوی اؤ بل ژوبل شوی دی.

د روان کال د پیل راهسې افغانستان کې په ائتلافي پوځ د ترهګرو ډلو بریدونو کې شدت رامینځته شوی اؤ په دغو بریدونو کې تر دې مهاله شپږ امریکایي سرتیري وژل شوي دي.

دجولایي په میاشت کې هم د افغانستان اروزګان ولایت کې د ورانکارو په یو برید کې دریوؤ امریکایي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د دوشنبې په ورځ امریکایي پوځ پخپل یو بیان کې تائید کړې ده چې دافغانستان ختیز کې په امریکایي ځواکونو برید کې یو سرتیری وژل شوی اؤ یو ژوبل شوی خو ددغه پېښې نور جذئیات یې نه دي په ډاګه کړي.

دافغانستان په کومو سیمو کې چې افغان ځواکونه د طالبانو یا نورو تندروه ډلو په ضد کله په پراخه کچه عملیات کوي نو هغوئ ته د ناټو ځواکونو هوايي اؤ زمکنۍ مرسته هم ترلاسه وي خو د تیرو څو کلونو راهسې په دغو جګړو کې بهرنیو ځواکونو ته د اوښتل کیدونکو زیانونو کچه خورا راټیټه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG