لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د تحريک انصاف ګوند عارف علوي د پاکستان صدر منتخب شو


عارف علوي

د پاکستان د صدارت په انتخاباتو کې د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ايي) کانديد عارف علوي کامياب شو، او د غېر سرکاري غېرختمي نتيجو ترمخه نوموړی د پاکستان ۱۳م صدر منتخب شو.

د عارف علوي په مقابله کې د مخالفه ګوندونو ايتلافي اتحاد په خپله د اختلاف ښکار شوی او دوه کانديدان ودرېدلي ؤ.

پاکستان پيپلزګوند اعتزاز احسن او د مسلم ليګ ن او متحده مجلس عمل کانديد د جمعيت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان ؤ.

پي ټي ايي په ټويټر د عارف علوي د کاميابۍ اعلان کړی دی.

عارف علوي رسنيو سره په خبرو کې وويل، د عمران خان او پي ټي ايي مننه کوي چې د صدارت زمه واري يې ورپه غاړه کړه.

د ځايي ميډيا ترمخه د قامي اسمبلۍ او سېنېټ په ۴۳۰ ووټونو کې عارف علوي ۲۱۲، مولانا فضل الرحمان ۱۳۱ او اعتزازاحسن ۸۱ ووټونه اخيستي او شپږ ووټونه رد شوي دي.

د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې عارف علوي ۷۸، مولانا ۲۶ او اعتزاز احسن پينځه ووټونه اخيستي دي. بلوچستان کې علوي ۴۵، مولانا ۱۵ او اعتزاز يو هم نه دی اخيستی، په سندهـ صوبه کې علوي ۵۶، مولانا يو او اعتزاز احسن ۱۰۰ ووټونه اخيستي دي.

د صدر د منتخب کېدو دپاره د ووټونو د ورکولو وخت سهار د لسو بجو نه تر مازيګر څلورو بجو پورې ورکړی شوی ؤ.

د پاکستان د موجوده صدر ممنون حسېن د صدارت موده په اتم ستمبر سر ته رسي او ويل شوي نوی صدر به په نهم ستمبر سوګند پورته کوي.

XS
SM
MD
LG