لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: سپریم کورټ وایي پوځ ولې ځمکې اخلي او غټې مېنې پر جوړوي


د پاکستان ستر عدالت (سپریم کورټ) په لاهور ښار کې د اشتهاري بورډونو د لرې کولو په اړه د یوې مقدمې د اورېدنې په مهال د ځمکو او ملکیتونو د قراردادونو په برخه کې د پاکستاني پوځ پر کردار پوښتنه را پورته کړې ده.

د سپریم کورټ ستر قاضي چودري ثاقب نثار پوښتنه کړې، چې پوځ له کومه وخته راهیسې د جایدادونو اخیستلو قراردادونه کوي او ویلي یې دي چې پوځ څنګه کولای شي د استوګنې مېنې (هاسنګ سوسایټۍ) جوړې کړي.

د ډان انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې ښاغلي ثاقب نثار د مقدمې د اورېدنې په مهال ویلي:

"که پوځ غواړي چې د استوګنې مېنې یا ښارګوټي جوړ کړي، نو یواځې د خپلو خلکو لپاره دې یې جوړ کړي، خو دوی ودانۍ او کورونه جوړوي او پر خلکو یې پلوري".

د سپریم کورټ ستر قاضي د پاکستان په لویو ښارونو کې د پوځ یوې تعمیراتي کمپنۍ ډي ایچ اې ته په اشارې سره ویلي، چې د مځکې په وېش او انتقال په اربونو روپۍ ګټل کېږي او پوښتنه یې کړې چې د ډیفنس هاسنګ اتهارټي په اربونو روپۍ چېرې ځي.

د ستر قاضي ښاغلي نثار د پوښتنې په مهال د ډیفنس هاسنګ اتهارټي ویاند په عدالت کې حاضر نه وو.

د پوځ د کورونو جوړولو پر ادارې (ډیفنس هاسنګ اتهارټي) باندې په وروستیو کې تورونه لګېږي چې وایي په پینډۍ، اسلام اباد او لاهور کې یې د خپلو جوړېدونکو مېنو (هاسنګ سیکمونو) لپاره له خلکو د مځکو پیسې اخیستې دي خو په ټاکلي وخت یې کورونه نه جوړ کړي او نه یې هغوی ته ور سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG