لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک ټایمز: "پاکستاني پوځ په پرده کې هندوستان ته د خبرو اترو وړاندیز کړی دی"


د امریکې مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د پاکستان او هند تر منځ د خبرو اترو په اړه د مشهورې لیکوالې ماریا ابي حبیب یو معلوماتي رپوټ خپور کړی دی، چې سرلیک یې دی "پاکستاني پوځ په پرده کې هندوستان ته د خبرو اترو وړاندیز کړی دی".

د رپوټ په پیل کې لیکل شوي دي چې د پاکستان مضبوطه پوځي اداره په نړیواله کچه د پاکستان د یواځې کېدو او د ملک د مړژواندي حیثیت د فکرمند احساس کولو تر مخه خپل ازلي دوښمن هندوستان ته د امن د خبرو اترو لپاره ډېر په خاموشي سره وړاندیز لېږلی دی.

هندوستان ته د امن خبرو اترو د وړاندیز لېږلو پرېکړه د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه د پاکستان د قامي انتخاباتو کېدو نه څو میاشتې وړاندې کړې وه. د پاکستان په وړاندیز کې د امن په اړه د هغو خبرو اترو د بیا پیلولو وینا شوې ده، چې د کشمیر پر سرحدي سیمه د روانې جګړې پر سر کېدې، خو په ۲۰۱۵م کال کې هلته د ناارامۍ په زیاتېدو دا خبرې په ټپه ولاړې دي.

رپوټ زیاتوي چې له هندوستان سره په خبرو اترو کې د پاکستان یو اهم مقصد د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارت په لار کې پراته خنډونه لرې کول دي، ځکه چې د تجارت په لار کې د پرتو خنډونو د لرې کېدو له سوبه به مقامي منډیو ته د پاکستان رسایي نوره زیاته شي.

د کشمیر په اړه د امن په خبرو اترو کې به د دوه اړخیز تجارت خبره لازماً شامله وي او پر همدې به د دواړو هېوادونو تر منځ اعتماد پیدا کېږي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د پاکستان پوځ د پاکستان ورځ په زیاتي غورځېدونکی معیشت د هېواد د سلامتیا لپاره لویه خطره تصور کوي، ځکه چې د کمزوري معیشت له سوبه جنګیالي او توندلاري را پورته کېږي او دا خلک د پاکستان د وجود لپاره تر هر څه زیاته سنګینه خطره ده او امکان دی چې پاکستان په راتلونکو هفتو کې له آی ایم ایف نه د نورو ۹ اربه ډالرو غوښتنه وکړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي دي چې پاکستان سره د هندوستان، له خپلو ټولو ګاونډیانو سره خواږه تعلقات غواړي. ده زیاته کړه چې په قول د جنرل باجوه له امن سره به ملکونه نه، بلکې ټوله سیمه سوکاله شي.

رپوټ زیاتوي چې جنرل باجوه د خپلو وړاندینیو جرنیلانو نه زیات میانه رو دی او له هندوستان سره د دوښمنۍ هغه هومره سخت دریځ نه لري، کوم چې وړاندینیو جرنیلانو لرلو. جنرل باجوه او د هندوستان د پوځ موجوده مشر جنرل بپین روات ډېره موده وړاندې په کانګو کې د امن په پوځ کې یو ځای پاتې شوي دي او دواړو په خپلو کې ډېر خواږه اړیکي لري.

جنرل باجوه د روان کال په پیل کې په خپل یوه بیان کې ویلي دي، چې د هندوستان او پاکستان تر منځ د شخړو د هوارولو یکي یوه لار خبرې اترې دي. دا یو داسې بیان دی چې تر جنرل باجوه وړاندې یو پوځي جرنېل هم نه دی ورکړی.

نیویارک ټایمز لیکي چې د پاکستان پوځ په خپل ملک کې ډېر مضبوط او د هر ډول واک اختیار خاوند دی، خو د هندوستان پوځ دومره مضبوط او واکمن نه دی، چې د خپل حکومت نه بغیر د امن څه لوظنامه وکړي.

د پاکستان نوي وزیراعظم عمران خان له هندوستان سره د خبرو اترو په حق کې ښه مضبوط بیانونه ورکوي، خو په حقیقت کې د امن د خبرو اترو او د خارجه او دفاعي پالیسیو ټول اختیار د پاکستان له پوځ سره دی.

ماریې ابي حبیب په نیویارک ټایمز کې خپل مضمون په دې تبصره ختم کړی دی، چې د اسلام اباد او نوي ډیلي سفارتکار، وزیراعظم عمران خان د پوځ سړی ګڼي او دی چې له هندوستان سره د امن د خبرو اترو په هکله کوم بیانونه ورکوي دا د پوځ په خوښه ورکوي.

په اسلام اباد کې موجود سفارتکار وایي چې له هندوستان سره خبرو اترو ته د پاکستان د پوځ تیارېدل د چین د فشار نتیجه هم کېدای شي، ځکه چې چین په پاکستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې درنې سرمایه کارۍ ته لاس اچولی دی او د خپلې سرمایه کارۍ د حفاظت لپاره چین په ټوله سیمه کې امن غواړي، ځکه چې د چین توندلاري مسلمانان- چې د چین د حاکمیت خلاف دي- په افغانستان، غربي پاکستان او د پاکستان له نورو توندلارو سره په شریکه په جنګ کې اړم دي او چین دغه چینایي مسلمان جنګیالي د ځان دپاره لویه خطره ګڼي.

بل طرف ته بلوڅ بېلتون خوښي هم په بلوچستان کې د چین په اقتصادي منصوبو سخت خفه دي. د پاکستان پوځ له امریکې سره زړه بداوی نور زیاتول نه غواړي ځکه چې امریکه تل د پاکستان مضبوط اتحادي ملک پاتې شوی دی، خو په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو پر سر د اختلافاتو را پورته کېدو له سوبه امریکې پاکستاني پوځ ته د ورکوونکو دېرش کروړه ډالرو امداد ختم کړی دی.

د امریکې د خارجه چارو وزیر مایک پمپېیو به سبا یعنې د شورو- چارشنبې په ورځ هندوستان ته د دورې دپاره د تیارۍ په وخت په پاکستان کې لنډه شان دمه کوي او له وزیراعظم عمران خان سره به ډېرې اهمې خبرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG