لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمودخان:په لوډشیډنګ قابو موندلو دپاره به مرکز نه ۵۰ اربه روپۍ غواړو


دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلی ښاغلي محمود خان ویلي صوبه کې د بجلۍ په لوډشیډنګ دقابو موندلو دپاره دبجلۍ خورؤلو په روست شوي یا زړو شوی نظام د۴۰نه نیولې ۵۰اربه روپو پورې لګښت ته اړتیا ده اؤ صوبه به ډير زر ددغه پیسو ترلاسه کولو دپاره مرکز ته مراجعه وکړي.

په خیبر پښتونخوا کې دا مهال د بجلۍ د سیوا شوي لوډشیډنګ له امله کاروباري طبقه اؤ عام خلک خلک د سختو ستونزو سره مخ دي اؤ روزانه د صوبې په بیلابیلو سیمو کې د لوډشیډنګ په ضد احتجاجونه کیږي.

د پاکستان اؤ افغانستان د سوداګرۍ دګډې خونې ډائریکټر ښاغلي ضیاء الحق سرحدي وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي خیبر پښتونخوا صوبه کې په کاروباري فعالیتونو که یو خوا ترهګرۍ اؤ نا امنۍ بدې اغیزې کړي نو بلخوا د بجلۍ نشتوالي هم دخلکو کاروبار زیانمن کړی.

پېښور کې خبریالانو سره خبرو کې د صوبې نوي وزیراعلی ښاغلي محمود خان ویلي د بجلۍ خوروؤلو زیاتره مشینونه،تارونه اؤ ټرانسفارمرې زړې شوي اؤ د زیات بار وړلو توان نه لري.

هغه وویل د لوډشیډنګ ختمولو دپاره ضروري ده چې دصوبې دبجلۍ خورؤلو نظام نوی یا مرمت کړل شي اؤ په دې کار د ۴۰ نه نیولې تر ۵۰ اربو روپو پورې لګښت راځي.

وزیراعلی محمود خان وویل تحریک انصاف اولس سره ژمنه کړې چې اقتدار کې له راتلو وروسته به یې لمړی کار د غبن مخنیوی اؤ اولس ته د ژوند بنیادي اسانۍ ورکول وي اؤ اوس دخپلو دغو ژمنو عملي کولو دپاره د تحریک انصاف حکومت شپه اؤ ورځ کار کوي.

هغه وویل صوبایي حکومت به ډير زر د مرکز سره تماس ونیسي تر څو د بجلۍ نظام سمولو دپاره ترې د۴۰نه تر ۵۰ اربو پورې روپۍ ترلاسه کړي.

هغه وویل هرکله چې د بجلۍ زوړ نظام نوی یا مرمت کړل شي نو له امله به یې صوبه کې په لوډشیډنګ هم قابو وموندل شي.

په پاکستان کې دکال ۲۰۰۱ راهسې د بجلۍ د لوډشیډنګ لړۍ پیل شوې اؤ هر حکومت دخپل اقتدار نه وړاندې اولس سره ژمنې کړي چې لوډشیډنګ به ختموي خو تر اوسه یو حکومت هم دخپلې ژمنې په ترسره کولو کې بریالی شوی نه دی.

د پاکستان اؤ افغانستان د سوداګرۍ دګډې خونې ډائریکټر ښاغلي ضیاء الحق سرحدي وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي دا مهال دپښتونخوا په زیاتره سیمو کې د اتوؤ ساعتو نه نیولی تر ۱۲ساعتو دبجلۍ لوډشیډنګ په بیلابیلو نومونو کیږي چې د صوبې کاروباري طبقه اؤ عام خلک یې سخت پریشانه کړي دي.

هغه ویلي خیبر پښتونخوا صوبه کې په کاروباري فعالیتونو که یو خوا ترهګرۍ اؤ نا امنۍ بدې اغیزې کړي نو بلخوا د بجلۍ نشتوالي هم دخلکو کاروبار زیانمن کړی.

نوموړي وویل هر حکومت په اقتدار کې له راتلو وړاندې د بجلۍ دلوډشیډنګ ختمولو وعدې کوي خو تراوسه یو حکومت هم دغه اساسي کار ته خپل پام نه دی ګرځولی همدغه وجه ده چې دهیواد په معیشت ورځ تر بلې بدې اغیزې کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG