لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: وزیراعظم عمران خان د ګېس په بیو کې د ۴۶ فیصده زیاتوالي منظوره ورکړه


واشنګټن ـــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د تېلو او ګېسو د مرکزي ادارې (اوګرا) له خوا د ګېسو په بیه کې د ۴۶ فیصده زیاتوالي منظوري ورکړې ده، چې وایي دا ګام په هېواد کې د ګېس د کالنۍ ۵۰ اربه روپیو د غلا د مخنیوي لپاره اخیستل شوی دی.

خلک وایي نوي حکومت چې کومې ژمنې ورسره کړې وې، پر ځای د دې چې هغه پوره کړي، د هغو په ضد یې ګامونه اخیستل پیل کړي دي. د اقتصادي چارو پوهان وایي، د ګېس د بیو له زیاتوالي سره به د بنیادي اړتیاوو توکي هم ګران شي.

د پښتونخوا یو اوسېدونکی ګوهر علي وایي، خلکو تحریک انصاف ګوند ته په دې هیله ووټ ورکړی وو، چې عامو خلکو ته به اسانتیاوې ورکړي، خو وایي د ګېس له ګرانۍ سره به د خلکو ستونځې نورې هم زیاتې شي:

"د حکومت یو څو ورځې شوې دي چې د ګرانۍ تر ټولو غټ بم یې بیا وغورځاوه. د ګېس د ګرانۍ که پر کارخانه دارو یا سرمایه دارو په سمدستي توګه اثر پرېوزي، خو تر لږ مودې وروسته یې اثر پر عام ولس باندې پرېوزي".

د (اوګرا) اداره وایي د ګېس په محکمه کې هر کال د ۵۰ اربه روپیو ګېس غلا کېږي، ځکه یې نو په قیمتونو کې د توازن راوستلو، د واجباتو د تر لاسه کولو او د ګېس په محکمه کې د خسارې را کمولو لپاره دغه ګام اخیستی دی.

مرکزي حکومت ته د اوګرا له خوا په لېږل شوې سمري کې د کورني ګېس د استعمال بیې ۱۸۶ زیاتې شوې دي، د تجارت او کارخانو لپاره استعمالېدونکی ګېس له ۲۷ تر ۳۱ فیصده ګران شوی دی. اوګرا وایي تر سلو د کمو یونټو ګېس په استعمال کې ۱۸۰ فیصده زیاتوالی شوی او له سلو تر درې سوه یونټو پر استعمال به ۵۸۹ روپۍ زیاتې ادا کېږي.

له دې پرته د صنعتونو او کمرشل استعمال ګېس ۲۶.۴ فیصده ګران شوی دی. د اقتصادي چارو یو څېړونکی پروفیسر میراج الحق وایي، له دې سره به د ورځني استعمال توکي هم ګران شي:

"شک نه شته چې د ګېس د قیمتونو له زیاتولو سره به د ورځني استعمال قیمتونه هم زیات شي، تجارتي خساره به نوره هم زیاته شي، ځکه له بهر دنیا چې له موږ نه ایکسپورټ کومه غوښتنه کېږي هغه نه شي پوره کولای او زموږ په ایکسپورټ کې کمی راتلای شي".

په پاکستان کې د ګېس محکمه هم له خسارې سره مخ ده. اداره وایي د سويي نادرن ګېس پایپلاین واجب الحصول رقم ۱۶۵ اربه روپۍ دي، خو واجب الادا رقم یې ۱۷۱ اربه روپۍ پاته دي، همدارنګه د سویي سدرن ګېس کمپنۍ واجب الحصول رقم ۲۰۳ اربه ۵۶ کروړه روپۍ دي، خو واجب الادا رقم یې ۱۴۸ اربه ۷۸ کروړه پاته دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG