لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهندي فلمونو د وتلی پښتون ستوری دلیپ کمار ناروغي سخته شوې


دهندي فلمونو د تیرو وختونو وتلی پښتون ستوری یوسف خان چې په دلیپ کمار مشهور دی د ناروغتیا له امله روغتون کې بستر کړل شوی اؤ دهغه مینه والو نه دهغه دروغې څټې دپاره ددعا غوښتنه شوې ده.

۹۵کلن دلیپ کمار دتیرې ډیرې مودې راهسې ناروغه اؤ‌ په کور په کټ پروت ؤ خو اوس دهغه د رسمي ټوئټر پاڼې نه ټوئټ شوی چې سینه کې د زخم له امله ورته په ساه اخستو کې ستونزه پیدا شوې اؤ ممبۍ یو سیمه ییز روغتون کې بستر کړل شوی دی.

دلیپ کمار ته نزدې دهغه یو تن پالونکي فیصل فاروقي پخپل ټوئټ کې ویلي چې دلیپ کمار د عمر د زیاتوالي له امله په ساه اخستو کې تکلیف لري.

دليپ کمار په 11 دسمبر 1922ء کې دپيښور دقصه خوانۍ بازار په محله خداداد کې دپينځوؤ مرلو په يو وړوکي کور کې پيدا شوى ؤ او د8ؤ کالو په عمر دخپل پلار سره هندوستان ته تلى ؤ،

هغه په لسګونو هندي فلمونو کې زړه پورې کردارونه کړي اؤ په نړۍ کې په اربونو مینه وال لري.

مغل اعظم،کرانتي،کرما،نیا دور،رام اور شیام،سوداګر،ګنګنا جمنا،ګوپي،دیوداس،ان،ادمي،کوه نور مشال،شکتي دیدار اؤ ازاد دهغه مشهور فلمونه دي.

هغه په وروستي ځل کال ا۹۸۸کې په فلم قلعه کې کار کړی ؤ اؤ له هغې راپدیخوا د ناروغتیا له امله په کټ پروت دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG