لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند کې هم جنس پرستۍ ته قانوني بڼه ورکړل شوه


دهند سترې محکې په دغه هیواد کې هم جنس پرستۍ ته قانوني بڼه ورکړې اؤ ویلي یې دي ټول بالغ هم جنس خوښي خپلو کې په رضا صلاح جنسي اړیکې ټینګولی شي.

تر دې وړاندې دهندي پینل کوډ د۳۷۷مې مادې له مخې په ګرد هیواد کې هم جنس پرستي یو سخت جرم ګڼل کیدلو اؤ دفطري تقاضې برعکس په جنسي اړیکو جوړؤلو د عمري بند سزا ټاکل شوې وه،

دغه برتانوي قانون په کال ۱۸۶۱م کې جوړ شوی ؤ.

دانډيا ټوډی ورځپاڼې د راپور له مخې دهند دسترې محکمې پینځه کسیزې څانګې د مشر قاضي دیپ مشرا په مشرۍ پرېکړه اورولې چې هند کې به سړي،ښځې اؤ هیجړاګان پخپله خوښه جنسي اړیکې ټینګولی شي اؤ‌ دا عمل به نور غیرقانوني عمل نه ګڼل کیږي.

دفرانسیسې خبري شبکه ای ایف پي وایي چې هند کې د هم جنس پرستو دحقونو دپاره په مبارزه بوختو سازمانونو د ۱۹۹۰ نه هڅې پیل کړې وې چې دهندي پینل ګوډ ۳۷۷مه ماده لغوه وګرځوي.

د سترې محکمې مشر قاضي ویلي چې “دشخصي خوښې د تصور څخه هیڅوک تېښته نه شي کولی اؤ زمونږ ټولنه شخصي خوښې په ښه توګه پاللی شي”

دسترې محکې قاضي اندو ملهوترا ددغه پرېکړې اورؤلو په وخت ویلي “دهند تاریخ د هم جنس پرستانو سره په شوي توپیري چلند شرمنده دی اؤ دغه ټول خلک دیو رقم انساني اؤ شهري حقونو حقدار دي”

مطبوعاتي راپورونه وایي چې د هند د سترې محکمې په دغه پرېکړه د هند په بیلابیلو برخو کې هم جنس پرستانو خوښۍ ښکاره کړي اؤ یو بل ته یې مبارکۍ ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG