لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به نور پردي جنګونه نه کوي، عمران خان


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، "پاکستان به نور د چا په جګړه کې کله هم ګډون نه کوي، زمونږ کار دی چې د خپلو خلکو دپاره ولاړ يُو او زمونږ بهرنۍ پاليسي به هم د پاکستانيانو دپاره وي".

د پاکستان د دفاع او شهيدانو د ورځې په مناسبت په پوځي مرکز (جي اېچ کيو) پېنډۍ کې راجوړې دستورې ته په وېنا کې عمران خان خان وويل، په پاکستان کې دا وخت يواځينۍ اداره پوځ ده چې فعاله ده او سياسي لاس وهنه پکې نشته.

هغه وويل چې په ملک کې کومه ترهګري شوې ده هغه (عمران خان) له وړاندې نه د دې جګړې پرضد ؤ.

عمران خان وويل، نن پاکستان د غټو مسلو سره مخ دی، قرضونه دي د اوبو مسله ده د بجلۍ مسله ده، خو دا ملک به په خپلو پښتو ودريږي او عظيم قوم به جوړيږي.

هغه زياته کړه هر چاته به د خپلې زمه وارۍ احساس کول وي او وی ويل چې د پوځ او حکومت ترمنځ هيڅ کړکېچ نشته.

دستورې ته په وېنا کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وويل، د پاکستان پوځ او اولس د ترهګرۍ پرضد جګړه کې غټې قربانۍ ورکړي او لاس ته راوړنې يې کړي دي.

هغه وويل، "مونږ په تېرو دوه لسيزو کې د سختو مشکلو حالاتو نه تېر شوي وو مونږ ډېرې قربانۍ ورکړي دي خو کار لا ختم شوی نه دی جګړه لا روانه ده او د تل پاتي امن ترلاسه کولو مزل ته لا نه يو رسېدلي".

هغه وويل د ملک يو والی، ثبات او پرمختګ دپاره د جمهوريت دومداره پاتې کېدل اړين دي خو د جمهوريت او جمهوري رويو، د ائين او قانون سرلوړی او د ادارو د پياوړي کېدو پرته دا وده نه شي کېدی.

د پوځ مشر وويل پاکستان له لسو کالو په دې لاره روان شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG