لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا ددفاع وزیر جیمز میټس په ناساپي سفر کابل ته رسیدلی


دامریکا ددفاع وزیر جیمز میټس دجمعې په ورځ په ناساپي توګه دافغانستان په سفر کابل ته رسیدلی اؤ دغلته یې دافغان ولسمشر اشرف غني اؤ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

افغانستان ته له راتګ څخه دوه ورځې وړاندې ددفاع وزیر جیمز میټس ویلي وؤ دبل هر وخت په پرتله افغانستان کې د سولې هیلې زیاتې شوي اؤ امریکا دافغان دولت اؤ‌ طالبانو تر مینځ دسولې خبرو ته دلارې هوارؤلو هڅې کوي.

په نزدې میاشتوکې افغانستان ته دامریکا ددفاع د وزیرښاغلي جیمز میټس دا دوهم سفر دی .

افغان ولسمشر اشرف غني وياند هارون چخانسوري په ټويټر ليکلي" افغان ولسمشر اؤ اجرائیه رئیس سره دامریکې ددفاع د وزیر په ليدنه کې د افغانستان د سولې په عمل، په سويلي اسيا کې د سټراټيجۍ مثبت اثرات، د افغانستان د ملي امنيت د ځواکونو په اصلاحاتو، د افغانستان د راتلونکو صدارتي او پارليماني انتخاباتو، ترهګر ۍ پرضد مبارزه او پاکستان سره د خبرو په اړوند غږېدلي دي"

په دې وروستیو کې امریکا اؤ افغان دولت طالبانو سره د سولې هڅې ګړندۍ کړي اؤ تیره میاشت په مطبوعاتو داسې دعوې هم مخې ته راغلې وې چې امریکا طالبانو سره نیغ په نیغه تماسونه نیولي خو ددفاع وزیر ښاغلي جمیز میټس اوړمه ورځ هند ته د سفر په مهال طالبانو سره دامریکا نیغ په نیغه خبرې رد کړې وې.

جمیز میټس ویلي وؤ امریکا د ځینو نورو چینلو دلارې طالبانو سره تماسونه لري اؤ ددغو تماسونو مقصد دادی چې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ مخامخ خبرو ته لاره هواره شي.

تر دې وړاندې طالبانو اعلان کړی ؤ چې هغوئ افغان دولت سره د خبرو پرځائ نیغ په نېغه امریکا سره خبرې کول غواړي ځکه چې افغان دولت واک نه لري.

خو افغان ولسمشر اشرف غني امریکایي چارواکو ویلي چې طالبانو سره که د سولې خبرې کیږي نو مشري به یې افغان دولت کوي.

په دې وروستیو کې امریکا اؤ افغان دولت طالبانو سره دسولې هڅې چټک کړي اؤ امریکا ددغو هڅو د بریا په خاطر تیره ورځ په خټه افغان زلمی خلیلزاد افغانستان دپاره خپل مشاور هم ټاکلی دی.

تیره ورځ اسلام اباد ته دخپل سفر نه وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو هم په پاکستان غږ کړی ؤ چې افغانستان کې د سولې اؤ امن په ټینګښت کې خپل کردار ولوبوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG