لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:زورواکو ته نه،یوازې خپل ولس ته تسلیم یم


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلی هغه هیڅکله زورواکو ته نه دی تسلیم بلکې یوازې خپل ولس ته تسلیم دی.

ولسمشر ویلي سوله کې بریا نه د حکومت ده او نه د طالبانو، د سولې اصلي بریا د ولس ده او ټول باید د ولس بریا ومني.

دختیزو ولایتونو قامی‌مشرانو اؤ‌ځوانانو سره صدارتي ماڼۍ کې دلیدنې په مهال ولسمشر اشرف غني ویلي د سولې منفي تعریف باید په مثبت تعریف بدل شي، منفي سوله دا ده چې جنګ نه وي، خو مثبته سوله داده چې ټول افغانان یو بل وزغمي

په دې وروستیو کې افغان دولت طالبانو سره د سولې هڅې چټک کړي اؤ امریکا هم ددغو هڅو دبریا دپاره په خټه افغان زلمی خلیل زاد افغانستان دپاره خپل مشاور ټاکلی دی.

تیره ورځ دامریکا ددفاع وزیر ښاغلي جمیز میټس ویلی خبریالانو سره خبرو کې منلې وه چې امریکا د ځینو دچینلونو دلارې طالبانو سره تماسونه نیولي دي اؤ ددغو تماسونو موخه دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ سولې ته لاره هوارول دي.

افغان ولسمشر اشرف غني وویل سوله د ولس لویې ارمان دی اؤ دهغه دولت غواړي د ولس دغه هیله اؤ ارمان په هر صورت پوره کړي.

اشرف غني وویل د ځمکو د غصب موضوع نه ده هېره شوې او په دې برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی.

هغه زیاته کړهزه ولس ته تسلیم یم، نه زورواکو ته چې یو وړوکی اقلیت دی

ولسمشر سره لیدنه کې قامي مشرانو د حکومت د سولې پلان د ملاتړ تر څنګ د امنیت، معارف، زورواکو او غاصبینو سره د جدي چلند، د پولیسو د تشکیل د زیاتولو، د سړکونو د جوړولو او د روغتیايي خدمتونو لپاره د بودجې د زیاتولو په برخو کې د خپلو اړوندو ولایتونو د خلکو ستونزې شریکې کړې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG