لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې خورو شوؤ پمفلټونو د امنيت په ادعاؤ پوښتنې راولاړې کړې دي، محسن داوړ


د شمالي وزيرستان په رزمک سب ډويژن کې د نامالومو کسانو لخوا يوه خبر پاڼه (پمفلټ) خپور شوی چې پکې ځايي خلکو او مشرانو ته ګواښ شوی د پوځ، ملېشې او انتظاميې سره د ليدنو نه قلار شي.

د شمالي وزيرستان نه د پارليمان منتخب غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ وايي، "دغه پمفلټ په سيمه کې د امنيت په ادعاؤ پوښتنې راولاړې کړي او په خلکو کې يې اندېښنه خوره کړې ده چې په شمالي وزيرستان کې څنګه امن په ځای شوی دی".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، دغه "پمفلټې خورېدل دوه معنې لري يا خو په دوی (پوځ) کې د ترهګرو د ختمولو طاقت نشته او يا یې دوی ختمول نه غواړي مونږ د دې دواړو خبرو پوښتنه د پاکستان د پوځ نه کوو".

هغه وويل د سيمې خلک وايي چې کډوال کړی شوي علاقه ترې د کلونو پورې خوشې کړی شوې، کورونه، کاروبار، تعليمې ادارې، علاقې او ځمکې هر څه يې په پوځي عملياتو کې تباه شوي خو په سيمه کې بيا هم امنيت نه دی پرځای شوی.

محسن دواړو ادعا کوي، "په شمالي وزيرستان کې ترهګر اوس هم هلته موجود دي ښکاره ګرځي هلته هره ورځ هدفي وژنې کيږي، د ۲۵ نه زیات خلک يې په هدفي وژنو کې په نخښه کړي او د هغو د وجود نه انکار نه شي کېدی او دا پمفلټې په خپله دا ثابتوي چې ترهګر هلته موجود دي او کارروايانې کوي".

په شمالي وزيرستان کې تازه خور شوی پمفلټ
په شمالي وزيرستان کې تازه خور شوی پمفلټ

د شمالي وزیرستان په رزمک کې تازه خبر پاڼې د زيارت او جمعې په منځنۍ شپه کې خپرې شوي دي، او د ګل بهادر نوم پرې ليکل شوی دی.

په پمفلټ کې تسليم شوؤ خلکو ته هم ګواښ شوی چې علاقه خوشې کړي.

د حافظ ګل بهادر د وسله والې ډلې په اړوند ويل کيږي چې په ۲۰۰۶م کې يې د پاکستان د حکومت سره امن تړون لاسليک کړی او حکومت پلوه ګڼل کېدو، دې ډلې ته شوری وزيرستان ويلی شي او په دوی تور دی چې دوی په افغانستان کې عمليات کول.

په شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د وسله والو تندلارو پرضد د پاکستان پوځ د ضرب عضب په نوم عملیات کړي او ادعا يې کړې چې په دغو عملياتو کې د هر ډول ترهګرو تندلارو نه علاقه پاکه کړی شوې ده.

خو ضرب په مهال د ګل بهادر لخوا خاموشي اختيار شوې او لخوا يې کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی او نه د هغه په اړوند کره مالومات شته چې چرته دی.

يوه میاشت وړاندې هم په شمالي وزيرستان کې داسې پمفلټې خورې شوې او هغه هم دې ډلې خپرې کړې وې.

په شمالي وزيرستان کې د تازه خبر پاڼو په اړوند د سيمې انتظاميې پخلی کړی چې خبر پاڼې خپرې شوي خو وايي دا نه ده مالومه چې دا کار چا کړی دی او په شا يې د چا لاس دی او انتظامیې يې پلټنې پېل کړي دي.

څلور میاشتې وړاندې هم په میرعلي کې داسې خبرپاڼې خپرې شوې او د هغې وروستو په سیمه کې د هدفي وژنو لړۍ پېل شوې، چې پکې د يوت اف وزیرستان د شمېرې ترمخه د ۳۰ پورې کسان وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG