لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو نومیالی لیکوال او ډرامه نګار نثار محمد خان د ۷۶ کلنۍ په عمر مړ شو


د پښتو ژبې نومیالی لیکوال، ډرامه لیکونکی، هنرمند او د رېډیو پاکستان پېښور څانګې پخوانی مشر نثار محمد خان یو داسې ګڼ اړخیز شخصیت وو چې د ادب، هنر او نشریاتو په درېواړو میدانونو کې یې کار کړی وو.

ښاغلی نثار د پښتونخوا د سوابۍ سیمې اوسېدونکی وو خو له رېډیو سره کار د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیل کړی وو او تر هغه وروسته د مردان او مظفر اباد په ګډون د رېډیو پاکستان د نورو مرکزونو مشر (سټېشن ډایریکټر) هم پاته شوی خو د ژوند زیاته موده یې په پېښور کې تېره کړې ده.

د پېښور پوهنتون پروفیسر او د رېډیو پاکستان پروډیوسر بخت زمان وایي، ښاغلي نثار محمد خان په رېډیو پاکستان کې د کار په وخت پښتو موسیقۍ او ډرامې ته یو نوی رنګ او آهنګ ورکړ او په خپل وخت کې یې د پښتو ژبې ځانګړی خدمت کړی دی:

"پښتو موسیقي یې په نړیواله کچه په خلکو ومنله او په رېډیو پاکستان کې یې یوه لایبرېري ورته جوړه کړي چې تر مودو مودو به د پښتو موسیقۍ د خوښوونکو او اورېدونکو لپاره خپل خدمات تر سره کوي".

نثار محمد خان د پښتو فلمونو او د پاکستان ټیلیويژن لپاره هم ډرامې لیکلې دي، په مشهور پښتو فلم (اوربل) کې یې د هنرمند په توګه هم کردار تر سره کړی وو.

په رېډیو پاکستان کې د هغه مشهورو پروګرامونو (یو ځلې بیا) او (د للمې ګل) ځانګړی نوم پیدا کړی وو، چې وروسته دغه پروګرامونه په کتابي بڼه هم چاپ شول. ښاغلي نثار د فلمونو لپاره مکالمې هم لیکلې دي.

د نثار محمد خان نیژدې ملګری او پروډیوسر لیاقت سیماب وایي، دوی له یو ډېر ښه ملګري او د پښتو ژبې له یوه خادم څخه بې برخې شول:

"د پښتو موسیقۍ په خدمت کې هر چا خپل خپل کردار ادا کړی دی خو د نثار صاحب ځانګړي خدمات دي. هغه به ټول وخت د موسیقۍ او د سندرو د طرزونو ډېر زیات خیال ساته او په دې لړ کې ډېر سنجیده وو".

ښاغلی سیماب وایي، نثار محمد خان د نشریاتو په نورو شعبو کې هم زیاته دلچسپي لرله او په دې برخه کې یې ډېر کار کړی دی:

"په ډاکومینټري یا دستاویزي فلمونو کې د هغه خاصه دلچسپي وه او ډېرې زیاتې ډاکومینټرۍ یې جوړې کړې دي او د ډاکومینټرۍ په شمول په ډرامه کې یې ماته زیاته لارښوونه کړې ده او ما ډېر څه ځنې زده کړي وو".

(سپین تمبل) د ښاغلي نثار محمد خان چاپ شوی کتاب دی چې د موسیقۍ او د پښتو موسیقارانو په اړه یې معلومات پکې را غونډ کړي دي، همدارنګه یې د حضرت بلال د ژوند په اړه لیکل شوی کتاب هم پښتو ته را ژباړلی دی.

نثار محمد خان د اګست په ۶مه د ناروغۍ له امله د ۷۶ کلنۍ په عمر په پېښور کې له نړۍ سترګې پټې کړې او مړی یې د سپټمبر په ۷مه په سوابۍ (صوابۍ) ضلع کې پخپل پلرني کلي شاه منصور کې خاورو ته وسپارل شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG