لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني ۸ سفیران او د خارجه وزارت ۱۶ کسان ګوښه او ریټایر کړل


د استخباراتي ادارې ملي امنیت له پخواني سلاکار حنیف اتمر څخه تر استعفی اخیستلو شاوخوا دوې اوونۍ وروسته افغان ولسمشر اشرف غني د یوه نوي فرمان له مخې په بېلابېلو هېوادونو کې خپل اته ځانګړي استازي او د افغانستان سفیران له خپلو دندو ګوښه کړي او ریټایر کړي دي.

په ریټایر کړو سفیرانو کې مسود خلیلي په سپېن، علي احمد جلالي په جرمني، عبدالقیوم کوچی په روس، فیض الله کاکړ په قطر، عمرسید سلطان په یونان، منګل حسین په کویت، عبدالرحیم سید په ترکي او نثار احمد نور په ایران کې د افغانستان سفیران وو.

د طلوع نیوز د خبر په اساس د دغو سفیرانو په ګډون په پېښور کې د افغانستان جنرل کونسل معین مرستیال هم له خپلې دندې ګوښه کړل شوی دی.

افغان حکومت د دغو کسانو د ګوښه کولو او ریټایرمنټ سبب نه دی ویلی، خو د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار امرالله صالح رسنیو ته د دغو سفیرانو د ګوښه کېدو په اړه ویلي:

"موږ نور په دې پلمه عمرخوړلو بوډاګانو ته پر دومره مهمو پوسټونو د کار کولو اجازه نه شو ورکولای چې ګواکې ځوانان پر دغو ډیپلومیټیکو پوسټونو د کار کولو تجربه نه لري".

له صدارتي ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني د اتو سفیرانو تر څنګ د بهرنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې ۱۶ تنه نور کارکوونکي هم له خپلو دندو ګوښه کړي دي.

طلوع نیوز وایي په یوه بل فرمان کې ولسمشر غني د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې که په دوو اوونیو کې په سفارتونو کې ۴۹ نورو کارکوونکو هم خپل تعلیمي اسناد وړاندې نه کړل، نو له دندو دې یې ګوښه کړي او پر ځای دې یې نور وړ او پر تعلیمي شرایطو برابر کسان ولګوي.

په نړیوالو چارو کې د افغانستان یو څېړونکی نعمت الله کوهستانی وایي، کوم کسان چې په نړیوالو اړیکو او تجارت کې تجربه نه لري هغوی باید د بهرنیو چارو له وزارته لرې کړل شي.

یو بل د نړیوالو چارو کارپوه بسم الله رنجبر وایي، که افغان حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې مسلکي او په کار پوه سفارتکاران ولګوي، په دې کې شک نه شته چې د افغانستان ستونځې به حل شي او په هېواد کې دننه او بهر به ملي ګټې خوندي وساتل شي.

ولسمشر غني په خپل فرمان کې امر کړی، چې د بهرنیو چارو وزارت، د اصلاحاتو ازاده اداره او د سېول نوکریو کمیشن دې د ۴۹ ملازمینو تر برطرفۍ وروسته دغه پوسټونه ژر تر ژره اعلان کړي او نوي کسان دې په دغو دندو وګوماري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG