لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پاکستان چین سره دسي پیک په تړونونو سر دوباره غور کوي"


دصنعت اؤ سوداګرۍ دپاره دپاکستان د وزیراعظم مشاور عبدالرزاق داؤد ویلي پاکستان چین سره داقتصادي لارې یا سي پیک په تړونونو سر دوباره غور کوي اؤ غواړي هاغه تړونونه بیا له سره وکړي چې له امله یې دچین کمپنیو ته په ناجائزه ډول ګټه رسیږي اؤ پاکستاني کمپنۍ ترې په نقصان کې دي.

دبرتانیې فنانشل ټائمز مجلې پخپل یو راپور کې د وزیراعظم د مشاور له خولې لیکلي چې فعلاً د سي پیک په ټولو پروژو د یو کال دپاره کار ودرؤل پکار دي.

عبدالرزاق داؤد ویلي تیر حکومت د سي پیک په اړوند چین سره معاملې په ښه ډول نه دي ترسره کړي اؤ نه یې په دغه اړوند چین سره شوؤ خبرو ته ښه تیاري کړې وه چې له دې امله پاکستان ډیر څه بائللي دي.

هغه ویلي دچین کمپنیو سره په تېکسونو کې ډیره نرمي شوې ده اؤ هغوئ دپاکستان څخه ډیره ګټه ترلاسه کوي خو دپاکستان خپلې کمپنۍ په نقصان کې دي.

دتیرې اوونۍ په وروستیو کې دپاکستان په سفر راغلي دچین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ژي پاکستاني چارواکو سره خبرو کې دې لوري ته اشاره کړې وه چې بیجنګ اسلام اباد سره په کال ۲۰۰۶م کې شوي تړون باندې سردوباره نظر کولی شي.

عبدالرزاق داود ویلي وزیراعظم عمران خان د سي پیک منصوبې دجاج اخستلو دپاره دنهو غړو یوه کمټي جوړه کړې ده چې دهغې غونډه به روانه اوونۍ کې وشي.

هغه وویل په دغه غونډه کې به د سي پیک د ټولو پورو اؤ ددې دګټو جاج اخستل کیږي

په عین حال کې پاکستان اؤ چین د ۶۰ؤ اربو ډالرو په لګښت دجوړیدونکې اقتصادي لارې په پروژه سي پیک کې دریم لوري ته هم دسرمایه ګزارۍ کولو په بلنې ورکولو اتفاق کړی دی.

دواړه هیوادونه په دې صلاح شوی چې ټولنیزې څانګې اؤ سیمه ییزې پرمختیایي پروژې به هم په سي پیک کې ورګډوي.

دغه پریکړې تیره ورځ دپاکستان دمنصوبو جوړولو،پرمختیا اؤ اصلاحاتو د کمیشن اؤ دچین د پرمختیا اؤ‌ اصلاحاتو دملي کمیشن د چارواکو په غونډه کې شوې ده.

سرچینې وایي دغه غونډې تر څلورو ساعتو دوام کړی اؤ دپاکستان د منصوبه بندۍ وزیر خسرو بختیار ویلي چې هغه اړونده ادارو ته لارښوونه کړې ده چې د دریوؤ میاشتو په موده کې باید د ګڼو اقتصادي ساحو په جوړؤنه لاس پورې کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG