دپاکستان پوځ وایي ددغه هیواد د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه هاغو ۱۳ؤ ترهګرو ته دمرګ دسزا ورکولو منظوري ورکړې چې تعلیمي ادارې یې په بمونو الوځولې وې اؤ اؤ بېګناه ولسي خلک اؤ امنیتي سرتیري یې وژلي وؤ.
د ګل په ورځ د پوځ مطبوعاتي څانګې پخپل بیان کې ویلي دکومو ترهګرو د مرګ دسزا پخلی چې پوځي سرلښکر کړی هغوئ ۲۰۲ کسان وژلي وؤ چې ۵۱ پکې امنیتي سرتیري شامل دي اؤ ددې ترڅنګ یې پخپلو بریدونو کې ۲۴۹ سرتیري ژوبل کړي هم دي.
پوځ پخپل ددغو ترهګرو پیژندګلو د منیر الرحمان، محمد بشیر، حافظ عبداللہ، بخت اللہ خان، شاہ خان، محمد سہیل خان، داؤد شاہ، محمدمنیر، حبیب اللہ، محمد آصف، ګل شاہ، جلال حسین اؤ علی په نومونو کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دغو ټولو ترهګرو پوځي محکمو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی ؤ.
په پاکستان کې پوځي محکمې په ۱۶م دسمبر کال ۲۰۱۴م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول د ترهګریز برید نه وروستو په جنوري کال ۲۰۱۵م کې جوړې کړی شوې وې.
دبشري حقونو دپاره کارکوونکي ځینې تنظیمونه اؤ دمدني ټولنې فعالین په دغو محکمو نیوکې لري چې ټولې چارې پکې دخلکو له نظره پناه ترسره کیږي اؤ هیڅ نه معلومیږي چې تورنو خلکو ته دځان دصفایۍ څومره موقعې ورکوي.
خو دپاکستان پوځ وایي په دغو محکمو کې د دوسیو د اوریدنې په مهال ملزمانو ته د ځان دصفایۍ پوره پوره موقعې ورکړل کیږي.